طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړې دي

ازادي راډیو

د عکس سرچینه، Social Media

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د افغانستان په ۱۳ لویو ښارونو کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو نشرات بند شول.

امریکا غږ هم پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې "طالبانو د امریکا غږ راډیو خپرونې بندې کړې دي."

طالبانو ویلي د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو پر بنسټ د دغو رادیوګانو خپرونې بندې شوې،‌ خو د خپلې پرېکړې په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پر ټویټر لیکلي، چې د ازادۍ رادیو نشرات په ۱۳ ولایتونو کې بند کړل شول.

 د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنو د څار مشر عبدالحق حماد پر ټویټر پاڼه یوازې همدومره لیکلي چې "د افغانستان په ۱۳ لويو ښارونو کې پر ايف ايم د ازادۍ راډيو نشرات بند شول. دا راډيو چې د امريکايي اشغال له پيل سره يې نشرات پيل کړي وو، د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعت کولو او يو طرفه خپرونو له امله وتړل شوه".

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

امریکا غږ راډیو وړاندې پر اېف اېم او متوسطو څپو افغانستان کې د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې کولې چې شپږ ساعته یې پښتو او شپږ ساعته دري وې.

د روان کال د مارچ میاشتې پر ۲۷مه هم طالبانو د "اشنا" تلوېزیون خپرونې بندې کړې. دې تلوېزیون له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان د ملي تلوېزیون، طلوع، طلوع نیوز او لمر تلوېزیونونو له لارې خپرونې خپرولې.

امریکا غږ تازه اعلان کړی چې د طالبانو له دې بندیز وروسته به دوی افغانستان کې خپلو اورېدونکو ته له بهره په متوسطو څپو خپرونې ولري او د سپوږمکۍ له لارې به خپلې خپرونې جاري وساتي او پر وېبپاڼو او فېسبوک پاڼو به یې خپرونې روانې وي.

وي او اې

د عکس سرچینه، pashtovoa.com

امریکا غږ پښتو خپرونې په ۱۹۸۲ کال او دري یې په ۱۹۸۰ کال پیل شوې وې.‌

وروسته تر هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې پر ۱۵مه کابل ښار ونیو او پر ټول افغانستان واکمن شول، پر رسنیو یې یو لړ بندیزونه ولګول.‌

د بې‌پولې خبریالانو د یوه وروستي رپوټ پربنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راپدېخوا تر ۲۰۰ ډېرې انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې دي.

په تېره اپرېل میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پښتو، فارسي او ازبکي تلویزیوني خبري ټولګې هم بندې کړې.

د تېر حکومت پرمهال افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرو رسنیو فعالیت درلود.‌