د طالبانو دفاع وزیر: "د ملت مشروع غوښتنې" باید ومنو

  • صابر عزیز
  • بي بي سي
مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح،

هېڅکله باید تکبر، غرور او عُجب ونه کړو، په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو: مولوي یعقوب

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارسمبالی دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د طالبانو د نظام پاېښت د "ملت د مشروع غوښتنو" له پوره کولو سره وتاړه.

دا په یوه اوونۍ کې څوم طالب مشر دی چې په یو ډول د خپل مشرتابه تر غوږونو دا ډول غیر مستقیمې نیوکې یا ګیلې رسوي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې کابل کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو به مناسبت یوې جوړې شوې ناستې ته کړې دي.

مولوی یعقوب مجاهد وایي "هېڅکله باید تکبر، غرور او عُجب ونه کړو، په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو او هڅه وکړو چې دا ملت په ځان باندې راټول کړو."

دغه طالب چارواکی زیاتوي، د دوی "د حکومت بدیل نشته او که څوک یې بدیل لري، یوه بېلګه دې یې وړاندې کړي" خو ټینګار کوي له هرې ممکنې لارې به د دغه نظام ساتنه کوي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاتوي، هېڅوک باید له ناخوالو د ډکو پخوانیو حالاتو د بیا راتګ په تمه ونه اوسي. د هغه په وینا ټول باید یو بل وزغمي او دې ته بیا اړتیا پېښه نشي چې افغانان "د بلې خپلواکۍ" ګټلو ته مټې راونغاړي.

په ناسته کې بل طالب چارواکي او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هم هغه لاملونه په ګوته کړل چې د ده په وینا له امله یې پخواني نظامونه له منځه تللي.

"د مشرانو غفلت"

د ښاغلي دلاور په وینا "پخواني نظامونه د مشرانو د غفلت له کبله له منځه تللي."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع او کانونو وزارت مشرانو دا څرګندونې خپلو حکومتي مشرانو ته سپارښتنه بلل کېږي.

شهاب

د عکس سرچینه، RTA

تر دوی وړاندې ځینو نورو طالب چارواکو هم په غیر مستقیم ډول پر خپلو مشرانو نیوکې کړې دي.

د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني هم تېره اوونۍ پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي و "د واک انحصار کرکه ډېروي، د زغملو نه دی."

هغه ویلي و حکومت او واکمنان د ولس پر وړاندې په هر حالت کې مسؤل دی. نوموړي ټینګار کړی و چې په کوچني فکر او متشددو نظرياتو سره ولس له ځانه باید لیرې نه شي.

دارنګه د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته ویلي و "هېواد باید د علم په مټ خپلواک او په خپلو پښو ودرېږي."

ښاغلی حنفي هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي "د یوه مسلمان مفتي دنده دا نه ده چې ووایي "دا هر څه بند دي، بلکې کله چې د یوې موضوع ممنوعیت بیانوي باید مسلمانانو ته یوه سمه او سالمه لار هم ور وښيي."

حنفي له دیني عالمانو غوښتنه کړې وه چې د اوسني عصر د علومو ارزښت په اړه د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د دې ډول نیوکو لړۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین شیر محمد عباس ستانکزي پیل کړې وه.

نوموړی چې په طالب واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ډاګه ملاتړ کوي، څه موده مخکې ویلي و چې نظام "په افراط او تفریط نه چلېږي" او که د رهبر امر د شریعت خلاف وي باید و نه منل شي.

د ځینو شنونکو په وینا د طالبانو په حکومت کې دننه د ښځو پر زدکړو، د هغوی پر حقونو د بندیزونو زیاتوالي او اوږدوالي، ظاهرا د دوی د حکومت په منځ کې د ناخوښۍ کچه زیاته کړې ده.

واک د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی له لوري په ښځو او نجونو د کار او زدکړو په ګډون له شلو زیات بندیزونه لګول شوي چې دا کار د نړیوالو لخوا هم پر طالب واکمنۍ د بندیزونو او فشار زیاتوالي او اوږدوالي لامل شوی.

تر ټولو مهم یې هم دا بلل کېږي چې لا هم کوم هېواد دې ته زړه نه دی ښه کړی چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.