"داعش د افغانستان شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه ۴۰۰۰ وسله‌وال ځای پرځای کړي"

داعش

د عکس سرچینه، AFP

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نامه یوه سیمه‌ییز سازمان خبرداری ورکړی، چې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه خپل څلور زره وسله‌وال ځای پر ځای کړي دي.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې مېشتې ګڼې سخت دریځې اسلامپالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لوی ګواښ دی.‌

د ګډ امنیتي تړون سازمان چې روسیه یې مشري کوي او تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او ارمنستان یې غړي دي، له تاجکستان سره د افغانستان پولې ته نژدې یې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې د جنګیالیو ځای پرځای کېدو په اړه تازه خبرداری ورکړی.

د روسیې د دولتي اژانس تاس د رپوټ له مخې، ددې سازمان مشر اناتولي سیدوروف ویلي، د "داعش" د خراسان څانګې غړو شمېر په افغانستان کې لوړ شوی او په خبره یې شمېر یې ۶۵۰۰ تنو ته رسېدلی.

هغه زیاته کړې چې د دوی له ډلې څلور زره کسان یې د افغانستان په بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو کې له تاجکستان سره پولې ته نژدې ځای پرځای شوي دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستانه د تاجکستان خاورې ته پېښېدونکي ګواښ ته اجازه نه ورکوي.

ددغه سازمان مشر ویلي، دوی پوهېږي چې د تاجکستان سوېلي څنډو کې حالت پېچلی دی او ټینګار یې کړی چې که له دغه اړخه تاجکستان یا کوم بل غړي هېواد ته ګواښ پېښیږي، دوی چمتو دي چې په ۱۲ ساعتونو کې یې ځواب او مخنیوی یې وکړي.

طالبان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه سازمان تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې د ورته اندېښنو په ځواب کې ویلي چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر خلاف فعالیت وکړي.

وړاندې د "داعش" خراسان خاښ څو وارې په افغانستان کې د لویو چاودنو او بریدونو مسؤلیت منلی دی. په یوه پېښه کې دغې ډلې د افغانستان له پولې پر ازبکستان څو راکټونه توغولي وو.

څو میاشتې وړاندې په کابل کې د روسیې پر سفارت د ځانمرګي برید او وروسته دغه ښار کې پر یوه هوټل چې چینايي وګړي پکې مېشت وو وسله وال برید وشو.

د دواړو پېښو مسؤلیت "داعش" ډلې منلی و.

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دغو پېښو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې د دوی ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د "داعش" څو غړي چې د یادو پېښو طرحه کوونکي هم پکې شامل وو نیولي.

رپوټونه وايي چې وړمه شپه هم د طالبانو ځواکونو د پلازمېنې په نور محمد شاه بابا یا کارته نو سیمه کې د "داعش" یو پټنځای په نښه کړی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو د "داعش" هغه غړي په نښه کړي چې د کابل په ورستیو بریدونو کې ښکېل وو. د هغه په وینا په دغو عملیاتو کې د یو شمېر ښځو په ګډون ځینې بهرني وګړي هم نیولي شوي.

څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو امنیتي چارواکو سره ناسته کې ویلي وو، د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي او "القاعده" ډله مخ په پياوړي کېدو ده.