غني: اسلامي نړۍ بايد له طالبانو سره استدلال وکړي، کرزی: طالبان باید د نجونو ښوونځي پرانیزي

کرزی او غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادیو تر پښو لاندې کولو له پالیسۍ لاس واخلي. دغې شورا یوه اوونۍ وړاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او له هر اړخیز بحث وروسته یې د ښځو حقونو ته یې د درناوي غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا دايمي استازي سايمن مانلي ويلي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو سرغړونې بايد ژر تر ژره ودرول شي.

بل لور د افغانستان دوو مخکنیو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي په خپلواختریزو پیغامونوکې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د لوی اختر له راتګ سره افغان سیاستوالو ته فرصت برابر شوی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خپل غوښتنې د اختریزو پیغامونو له لارې ورسوي.

مخکیني افغان ولسمشر په همدې لړ کې د افغانستان پرځول شوی ویلي، اسلامي ټولنه بايد له طالبانو سره استدال وکړي او "پايلې ته د رسېدو لپاره يوزاينۍ لار منطق، استدلال، اورېدل او د يو بل منل دي".

نوموړي د لوی اختر په مناسبت په يوه غږيز پيغام کې وويل، " اسلامي نړۍ يو مثبت لور ته روانه ده او ضرور ده چې دا مثبت بهير او مسير له طالبانو سره شريک شي او دوی اساسي اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه شي. "

پخواني ولسمشر غني د خپل پيغام يوه برخه کې افغانستان کې د نجونو زدکړو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې ''علم او پوهه د اسلامي ارکانو، اسلامي فلسفې او د اسلامي علومو او ستر تمدن د برياليتوب اساس دی. '' ښاغلی غني پرته له دې چې د کوم هېواد یا اسعارو نوم یې واخلي ویلي، د افغانستان شتمني (معادن) د ده په خبره د هغو پیسو په بدل کې صادرېږي چې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان یو بل پخواني ولسمشر حامد کرزی بیا په خپل اختریز پیغام کې ویلي، ''د هرې ټولنې ترقي او سوکالي د هغې ټولنې د وګړو په پوهې، علم او زیار پورې مستقیماً تړلې ده. افغانستان هم له دې قاعدې مستثناء نه دی، نو موږ هم د خپل دردېدلي هېواد او خلکو د نجات او پر خپلو پښو د درېدلو لپاره، په هره برخه کې روزل شویو او تعلیم یافته ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته اړتیا لرو. په همدې اساس پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو ترڅنګ له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي. علم او پوهې ته خدمت، افغانستان ته واقعي او اساسي خدمت دی. ''

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشر مارکس پوتزل بیا وايي، ملګري ملتونه د سوکاله، راتلونکي او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي.

د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو په تړاو دا غوښتنې داسې مهال دي چې دوې ورځې وړاندې د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې دې موضوع ته هېڅ اشاره نه ده کړې او یوازې دومره یې ویلي وو چې افغانستان هره برخه کې لوستو او د پوهې په ګاڼه سمبالو کسانو ته اړتیا لري.