روسیې د افغانستان پر صادراتي محصولاتو ترجیحي تعرفه بښلې ده

افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان او روسیې سوداګر هیله من دي چې لدې وروسته به یې ستونزې کمې او سوداګري زیاته شي

په کابل کې د روسیې سفارت سوداګریزې اتشې یا استازې دغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتي محصولاتو د ترجیحي تعرفې او د تعرفو د معافیت یا بښلو خبر ورکړی.

د افغانستان او روسیې سوداګر هیله من دي چې لدې وروسته به یې ستونزې کمې او سوداګري زیاته شي هغه څه چې د روسیې د سفارت استازې هم پدې برخه کې د نورې ډيرې همکارۍ ژمنه کړې.

په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین وایي، امریکا او متحدان یې باید افغانستان په خپلو پښو ودروي.

پوتین دغه څرګندونې له خپل ترکمن سیال سردار بیردي محمدوف سره پرون د جمعې په ورځ لیدنه کې کړې دي.

ښاغلی پوتین وایي، امریکا او ملګرو يې له تېر شل کلن ماموریت وروسته افغانستان په ناورین اړولی دی او اوس باید دغه هېواد له اقتصادي او هر بل اړخه راپورته کړي.

پوتین د افغانستان د شمالي ګاونډي ترکمنستان له ولسمشر سرداربېردي محمدوف سره چې مسکو ته ورغلی، لیدنه کې ویلي، دوی په دې کلک باور لري چې امریکا او متحدان یې باید د افغانستان بیا رغونه کې له هرڅه وړاندې له اقتصادي پلوه چې د ده په وینا افغانان یې د ناورین په پوله پریښي په خپلو پښو ودروي.

افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د روسيې ولسمشر وايي، د منځنی اسیا او نورو همغږو هېوادونو سره د افغانستان حالات له نژدې څاري او په دې برخه کې ګډ کار کوي.

اوکراین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه او د افغانستان اوسني واکمن طالبان داسې مهال یو بل ته ښه نیت څرګندوي چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له حالاتو اندېښمن هم دي

ښاغلی پوتین زیاتوي، دوی او د مسکو مشورتي چوکاټ کې راټول هېوادونه لکه روسیه، هند، ایران، امریکا، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ګډ کار کوي چې له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې لپاره دغه هېواد د سیمه ییز پیوستتون او لوجستیکي پروژو په کړۍ کې ورمدغم کړي.

روسیه داسې مهال له خپلو لوري افغانستان ته د خپل ډېر سخاوت لاس وړاندې کوې چې د طالبانو حکومت هم له دې هېواد سره ټينګې اړیکې غواړي.

د طالبانو د بهرنو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي همدا تېره اونۍ په کابل کې د روسیې د سفارت یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي وو چې روسیې د یوه ښه دوست په سترګه ګوري.

روسیه او د افغانستان اوسني واکمن طالبان داسې مهال یو بل ته ښه نیت څرګندوي چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له حالاتو اندېښمن هم دي، تازه د روسي او ترکمن ولسمشرانو هم هغه اندېښنې بیا هم راپورته کړې چې دوی یې له امنیتي پلوه د افغانستان له خاورې لري.