امریکايي ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړل، طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو پر ضد هر ډول اقدام ته لاره خلاصه ده
امریکا متحدو ایالتونو او ناټو نن 'شنبه - مې لومړۍ ' رسماً له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړ. د امریکا ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې به د روان میلادي کال د سپمتبر تر ۱۱ مې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
دا نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې په هوکړه کې له ټاکل شوې هغې څلور میاشتې وروسته ده. بل لور ته افغان طالبانو ویلي، د دوحې تړون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکلي ضرب الاجل له ژمنې ''سرغړونې '' د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې "هر ډول مناسب اقدام" ته لار پرانیستې ده.
د مالوماتو له مخې اوس په افغانستان کې کابو لس زره امریکايي او ناټو سرتېري او د ۱۵۰۰۰ په شاوخوا کې قراردادي پوځیان شته. امریکايي او ناټو ځواکونه شل کاله مخکې افغانستان ته تللي وو.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی په دې تړاو د خپلې رهبرۍ لارښوونې ته انتظار باسي او هغوی چې "د خپل هېواد د خپلواکۍ، ارزښتونو او ولس د عليا منافعو په نظر كې نيولو سره څه ډول تصمیم نیسي او پریکړه کوي، مجاهدین به د هغه مطابق عمل کوي."
طالبانو وړاندې ګواښ کړی و چې که بهرني ځواکونو د دوحې تړون کې له ټاکل شوي ضرب الاجل سره سم د اپریل تر وروستۍ نېټې و نه وځي، بریدونه به پرې پیل کړي.
امریکا او د ناټو متحدانو یې د اپریل په ۱۴مه اعلان وکړ چې د وخت محدویت او تخنیکي ستونزو ته په کتو ټاکلې موده کې د ټولو ځواکونو ایستل ممکن نه دي او د پاتې ځواکونو د وتلو لړۍ په د می له لومړۍ پیل او د سپتمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.
په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي، له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ عملآ پیل شوې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز جنرال یاسین ضیا نن (شنبه د می لومړۍ) له امنیتي غونډې وروسته د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره ګډې خبري ناستې ته وویل:
"بهرنيو ځواکونو عملا وتل پیل کړي. ځینې ځایونه چې دوی پکې پخوا میشت وو، ښايي روانه اوونۍ (موږ ته) وسپاري. ښايي سبا ښورابک د دوی یوه کوچنۍ مېشته ډله راووځي. راتلونکې کې به له نورو سیمو هم ووځي."
د افغانستان دفاع وزیر وايي بهرني ځواکونو لومړی د بګرام په څېر خپلو سترو مرکزونو ته راځي او بیا خپلو هېوادونو ته ستنېږي.
طالبان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د احتمالي اقداماتو لپاره د خپلو مشرانو پرېکړې ته د انتظار خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ترویکا د وروستۍ ناستې په ګډه اعلامیه کې راغلي:
"د وتلو پر مهال باید د سولې پروسه اغیزمنه نه شي... او د بهرنیو ځواکونو خوندیتوب باید تضمین وي."
د بهرنیو ځواکونو وتل او تاوتریخوالی
له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیلېدو سره د تاوتریخوالي او جګړې د ډېرېدو اندېښنې هم ملې دي.
د ترویکا غړو هېوادونو که څه هم دوحه کې د تېرې ورځې ناسته کې ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید د افغانستان د امنیتي وضعیت له ښه کېدو او د جګړې له کمېدو سره مرسته وکړي، او له طالبانو په زغرده پکې غوښتل شوي چې پسرلني عملیات و نه کړي، خو د افغانستان امنیتي چارواکي وايي دې ډلې جګړې او بریدونو ته چمتووالی نیولی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن شنبه وویل: "دا اندېښنه شته چې طالبان به بریدونه ډېر کړي. خو موږ ورته بشپړ چمتووالی لرو."
خو افغان چارواکو وویل دوی کره استخباراتي مالومات لري چې د لوګر د تېر ماښام خونړی برید طالبانو کړی. طالبانو تر اوسه دغه برید کې خپل ښکیلتیا تایید او یا رد کړې نه ده.
خو طالبانو د رویټرز خبري اژانس هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې ګوندې دوی له تېر څه باندې یو کال راهیسې افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو اډې د نورو وسله والو له بریدونو ساتلې دي.
رویټرز دا رپوټ پرون جمعه د درېو لوېدیځو چارواکو په حواله ورکړی او وروسته ځینو افغان رسنیو هم راخیستی و.
دا رپوټ د افغانانو له بیلابیلو بحثونو او غبرګونونو سره مخامخ شو.
تازه د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي: "کوم تبلیغات چې په ځینو رسنیو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د اشغالګرو د اډو د ساتنې په اړه ښکته پورته کېږي بې اساسه تبلیغات دي، هېڅ حقیقت نه لري."