ترویکا پلس غړي پر افغان سوله، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او تور لېست غږېدلي

غونډه

د عکس سرچینه، .

د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو قطر کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه ناسته کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونه، روسیه، چین او پاکستان استازو په دې ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ په لارو چارو او په دې غږېدلي چې څرنګه د افغانستان د سولې د خبرو له ښکېلو خواو سره یوه سوله ییز حل او دایمي اوربند ته رسېدو کې مرسته کولی شي.

د ترویکا پلس استازو همدا راز د افغانستان د حکومت او طالبانو له مرکچیانو او همدا راز د قطر له چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم ترسره کړې.

د ترویکا پلس غړو تر خپلمنځي ناستې او دغو لیدنو وروسته یوه ۱۴ ماده یي اعلامیه خپره کړې چې د افغانستان د سولې د پروسې اهمیت، اوربند، د روانې جګړې پای، د بهرنیو ځواکونو وتلو او نورو مهمو مسایلو ته اشاره پکې شوې ده.

په دې علامیه کې د دایمي او عادلانه سولې د ټینګښت او د جګړې د پای لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ او یو ځل بیا ټینګار شوی چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سیاسي خبرې اترې د ستونزې د حل او د دایمي سولې د ټینګښت یوازنۍ لار ده.

د ترویکا پلس د غړو هیوادونو استازي وايي په دې ناسته کې یې د امریکا او ناټو لخوا د اپریل د ۱۴مې هغې پریکړې او اعلان ته کتنه شوې چې له مخې یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سر له نن (د می له لومړۍ نیټې) پیل او د سپتبمر تر ۱۱مې بشپړېږي.

امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترویکا په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د وتلو پر مهال باید د سولې پروسه اغیزمنه نه شي، ستونزې او نښتې ونشي او د بهرنیو ځواکونو خوندیتوب باید تضمین وي.

په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې افغانستان کې باید دیپلوماتان او بهرني دیپلوماتیک تاسیسات له بریدونو خوندي وي.

پر طالبانو لګیدلي بندیزونه

د ترویکا پلس غړي وايي په دې ناسته کې یې د طالبانو په مشرانو او بنسټونو د ملګرو ملتونو لخوا د لګیدلو بندیزونو د لغوه کېدو په اړه چې د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۰۲۰ کال په ۲۵۱۳ ګڼه پریکړه لیک کې یې یادونه شوې، د بیاکتنې او غور ملاتړ شوی دی.

خو دغو هېوادونو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې "د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي اقدامات او بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ هڅې د بیاکتنې پر دې پروسې مثبت اغیزې ولري."

د ترویکا غړو پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو موضوع داسې مهال مطرح کړې چې طالبان وايي امریکا ورسره د دوحې تړون کې ژمنه کړې وه چې د مشرانو نومونه به یې د بندیزونو له لیست ایستل کېږي خو تر یوه کال د ډېرې مودې له تېرېدو سره سره دا ژمنه نه دي عملي شوې.

طالبان زیاتوي هغه ۷ زره بندیان یې هم تر اوسه نه دي خوشې شوي چې د دوحې تر تړون وروسته یې ۳ میاشتو کې د خوشې کېدو ژمنه شوې وه.

د ترویکا غړو بیا خپله ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر ترهګرۍ ضد ژمنو ودرېږي، ترهګرو ډلو او اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو امنیت د ګواښلو لپاره وکاروي. ت

جګړه او ملکي مرګژوبله

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترویکا پلس غړو افغانستان کې د روانې جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي. دوی ویلي چې په لوی لاس او سړه سینه د ملیکانو هدف ګرځول په کلکه غندي.

دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه وايي روان تاوتریخوالي او جګړه کې ملکي مرګژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د دې لړۍ په یوه تازه او خونړۍ پېښه کې تېر ماښام لوګر ولایت کې د موټربم برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله.

دا برید تېر ماښام د روژه ماتې پر مهال د لوګر د مرکز پل علم په لومړۍ حوزه کې د استوګنې د کورونو او د لوګر مرکزي روغتون ته نږدې پر یوه میلمستون وشو.

رپوټونه وايي دغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ټپي دي چې ډېر یې ملکي خلک دي.

د سولې پروسه، د ملګرو ملتونو د رول اهمیت

افغانستان

د عکس سرچینه، STATE MINISTRY FOR PEACE

د ترویکا غړي وايي دوی افغانستان کې "د زور له لارې د حکومت د تپل کېدو ملاتړ نه کوي."

دوی د استانبول کنفرانس ته د ترکیې چمتووالی ستایلی او د جګړې دواړه غاړي یې هڅولي چې په دغه کنفرانس کې برخه واخلي.

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د افغانستان د سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول هرکلی کړی او د دوی ګډه اعلامیه کې تمه ښودل شوې چې دې برخه کې به ددغه سازمان تخصص او تجربه ګټوره ثابته شي.

دوی وايي د سولې د یوه داسې دایمي او عادلانه سیاسي حل ملاتړ شوی چې د افغانستان خپلواکي، حاکمیت، یووالی، سوله، دېموکراسي او بې طرفي پکې خوندي وي، دغه هېواد له ترهګرۍ او د نشه يي توکو له ناقانونه کاروبار پاک او ځان بسیاینې ته ورسوي. د سولې یوه داسې هوکړه چې په داوطلبانه توګه د افغان کډوالو چټکې او دایمې راګرځېدو ته زمینه برابره کړه او افغانستان له نړیوالې سولې او ثبات سره همکار کړي.

د ترویکا غړي وايي د سولې په دغه تړون کې باید د ښځو، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو او لږه کیو به ګډون د ټولو افغانانو حقوق خوندي وي او د ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي پرمختګ او همدا راز د قانون د حاکمیت لپاره د افغانانو عمده غوښتنې پر ځای کړي.

امریکا، چین او روسیه د ترویکا اصلي غړي وو او وروسته پاکستان هم دې لړۍ کې شامل شو.

دا د ۲۰۱۹ کال له مارچ راهیسې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د دغو هېوادونو ۶مه غونډه ده.