غني: د دوحې تړون یو ناورین و؛ نړیوالې ټولنې افغانان یوازې پرېښودل

غني

د عکس سرچینه، Ghani Facebook

د عکس تشریح، ښاغلي غني تازه د امریکا سي اېن اېن خبري شبکې سره مرکه کړې ده

د افغانستان له واکه پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون یو ناورین و او په افغانستان کې یې د سولې پروسه ګډه وډه کړه.

نوموړي له 'سي اېن اېن' خبري شبکې سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دې تړون د سولې د هغې پروسې مخه ډب کړې وه چې افغانانو خپله پیل کړی و.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له نوموړي سره دوکه کړې، ښاغلي غني وویل، نه غواړي د دوکې لفظ وکاروي، خو هیله لري چې امریکایانو به د خپلې تګلارې او طالبانو سره د تړون پر پایلو فکر کړی وي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید په نړیوال کچه جدي بحث وشي، ځکه برخلیک یې پر سیمې، اسلامي هېوادونو او ټولې نړۍ اغېز کولی شي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبان خپلو کې یو موټی نه دي او په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه د واک دوه مرکزونه موجود دي، خو وضاحت یې ونکړ چې دا دوه مرکزونه کوم دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د ګېلې په توګه وویل، نړۍ او ناټو د اوکرایین په جګړه کې د ولودمیر زېلېنسکي تر شا ودرېده، خو افغانستان یې یوازې پرېښود.

هغه وویل، د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) د روسیې د یرغل په اړه ولسمشر زېلېنسکي ته بشپړ مالومات ورکړي وو، خو له افغان حکومت سره یې د راتلونکي وضعیت په اړه یو سند هم نه و شریک کړی.

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ یو کال پوره کېږي

ښاغلی غني دا تازه مرکه پر داسې مهال کړې چې دوشنبه (د اګست پنځلسمه) پر کابل د طالبانو د واکمنۍ او له افغانستانه د ښاغلي غني د وتلو یو کال پوره کېدونکی دی.

د افغانستان پرځول شوی ولسمشر وایي، په هېواد کې د وینې تویېدونې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځي.

په تېر یو کال کې طالبانو پر افغانستان خپله واکمنۍ ټینګه ساتلې، سرپرست حکومت یې جوړ کړی او موقته کابینه یې هم ټاکلې ده.

سره له دې چې د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دیپلوماتان وخت نا وخت له طالبانو سره ناستې کوي او پر بېلابېلو موضوعاتو غږېږي.

طالبان وایی چې له امریکا سره د دوحې تړون ته لا هم ژمن دي او غواړي چې د نړۍ ټولو هېوادونو سره مثبتې او ښې اړیکې ولري.