"چين او پاکستان د سي پېک پروژه افغانستان ته غځول غواړي"

سي پيک

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهوټو له خپل چینايي سیال سره لیدنه کې ویلي هېواد یې غواړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهليز یا سي پېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي.

تاشکند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره افغانستان ته د دې پروژې د غځولو خبره کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته چین او پاکستان په دې کچه لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته د سي پېک پروژې د غځولو په اړه خبرې کوي.

د چینايي رسنیو د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهوټو زداري له خپل چینايي سیال وانګ یې سره خبرو کې ویلي هېواد به یې د پاکستان او چین ګډ اقتصادي دهليز یا سیپیک چارې چټکې کړي.

ښاغلي زرداري تاشکند کې له خپل چینايي سیال سره دې لیدنه کې دغه راز ویلي، پاکستان غواړي په بشپړه لیوالتیا سره افغانستان ته د سي پېک پروژې د غځولو چاره وڅېړي.

دواړو چارواکو دغه راز ټېنګار کړی چې اړتیا ده، د ثبات او سولې ټېنګېدو لپاره د طالبانو حکومت ټول ګډونی وي. دوی د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو د میکانیزم پر لا فعالولو ټېنګار کړی دی.

سي پېک د سړک او پټلۍ هغه لویه پروژ ده چې د چین له لوېدیځه پيلېږي، د پاکستان شمال په سویل کې د هند سمندر پر غاړه نوي جوړ شوي بندر ګوادر سره نښلوي. له دې لارې چین هم هند سمندر ته لنډه لاره موندلی شي.

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزير د طالبانو اداره کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره هم کتلي.

چینايۍ ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د دې کتنې په اړه لیکلي، چین د دې ملاتړی دی چې د سي پېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي.

وانګ یي ویلي چین به د افغانستان د صادراتو ۹۸ سلنه توکي له ګمرکي محصوله معاف کړي او هېواد یې غواړي له افغانستان سره د نشه یې توکو د بدیل کښت برخه کې هم همکاري وکړي.

نوموړي د نشه یې توکو د کر او تولید مخنیوي برخه کې د طالبانو حکومت د پرېکړې ستاینه هم کړې ده.

وانګ یي، امیر خان متقي ته هم د ټول ګډوني حکومت خبره کړې او د ګلوبل ټایمز د معلوماتو له مخې نوموړي هیله ښودلې چې افغانستان کې یو پراخ ګډونه حکومت رامنځته شي داسې چې د افغانستان توکمیز جوړښت پام کې ونیول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو د ترهګرۍ سره د مبارزۍ غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې په ګډون کې له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.