غني: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د جګړې پلمه نه لري

ghani

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د وسلوالو طالبانو دا پلمه ختمه شوه چې د بهرنیانو پر ضد جګړه کوي. ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ کابل کې د پرمختیايي پروژو پرانیستنې غونډه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی وغندلو.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل،‌ : "پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ او څه له منځه وړئ اوسبا به یې څنګه جوړ کړئ."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغانستان انزوا ته نه ځي او نه هېرېږي، بلکې په خپلو پښو د درېدو چانس ورته برابر شوی دی.

د هغه په خبره، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته کابل د نړیوالو اړیکو نوی څپرکی پیلوي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له افغانستان سره مرستې روانې وي:

"پوره باور وکړئ چې افغان ځواکونه تمویلېږي، تجهیزاتو کې یې کمښت نه راځي، ومو لیدل چې یو میلیارد ډالرو په ارزښت وسایل شجاع او وطن دوستو ځواکونو ته وسپارل شول."

"د طالبانو بریدونه ۲۴ سلنه ډېر شوي"

سراج

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس ضیا سراج ویلي، له هغه راهیسې چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان شوې د طالبانو بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتولی راغلی.

نوموړي نن سې شنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، ملي امنیت په دې وروستیو کې شاوخوا ۴۰۰ داعش وسلوال نیولي دي.

نوموړي وویل، دا وسلوال د ۱۴ هېوادونو اتباع دي او ډېری یې پاکستاني وګړي دي. هغه زیاته کړه چې په دې ډله کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شته.

ښاغلي سراج وویل افغانستان کې روانه جګړه سیمه ییزه او نړیواله جګړه ده او "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټولو مسؤولیتونو سپارل سم کار نه دی" دا ځکه چې د هغه په وینا " موږ او ټوله سیمه په راتلونکې کې له دې ګواښ سره مخامخ کیږو او وړاندې له دې چې وخت تېر شي ټول باید په ګډه د دې ګواښونو مخنیوي لپاره کار وکړي"

د ملی امنیت رئیس د داعش ډلې په اړه ټېنګار وکړ چې افغانستان کې د دغې ډلې ګواښ شته خو د سیمې لپاره لکه د پخوا په څېر اوس یو لوی ګواښ نه ده ځکه د ده په وینا افغان ځواکونو دا ډله کمزورې کړې ده.

خو هغه خبر داری ورکړ چې که دا ستونزه په سمه توګه اداره نه شي او د سیمې هېوادونه له افغانستان سره مرسته ونکړي نو د دې شونتیا شته چې دا ډله ورو، ورو په یوه سیمه ییز ګواښ بدله شي.

د جګړې په اړه د طالبانو دریځ

طالبان جګړه

افغان طالبان بیا ټینګار کوي‌ چې په هېواد کې روانه جګړه روا ده، ځکه د دوی په وینا افغانستان اشغال شوی او هر هغه څوک چې د اشغال ملاتړ کوي،‌ باید پر ضد یې 'جهاد' وشي.‌

ټاکل شوې وه چې د دوحې تړون له مخې نړیوال ځواکونه د روانې اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن او ناټو مشرانو وروسته اعلان وکړ چې د پوځیانو د وتلو چاره به د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړه شي.

طالبان وایي، که بهرني ځواکونه د دوحې تړون کې پر ټاکلې نېټه بهر نشي نو دوی یې ښایي پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړي.

خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر دوه ورځې وړاندې کابل کې خبریالانو ته وویل،‌ که طالبان تاوتریخوالی زیات کړي‌ او د وتلو پر مهال پر بهرنیو ځواکونو بریدونه وکړي نو دا به یې لویه تېروتنه وي.‌

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی دی چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د خوندي ایستنې لپاره به ۶۵۰ ځانګړي ځواکونه د لنډې مودې لپاره افغانستان ته استوي.‌