طالبانو ومنله چې کندهار او هلمند کې د امریکا هوایي بریدونو مرګژوبله ور اړولې

A US drone aircraft lands at Afghanistan's Jalalabad Airport where a US C-130 military transport plane crashed in Jalalabad on October 2, 2015

د عکس سرچینه، AFP

افغان طالبانو منلې ده چې امریکایي ځواکونو په سویلي کندهار او هلمند ولایتونو کې پر دوی بمبار کړی. یاده ډله وایي، په دې بریدونو کې د ولسي خلکو ترڅنګ د دوی یو شمېر وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

امریکایي چارواکو د پنجشنبې پر ورځ ومنله چې د کندهار په ګډون یې د افغانستان مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د وسلووالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې پر ورځ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا بریدونه د دوحې له تړون سره په ټکر کې دي.

نوموړي همدا راز راتلونکو شپږو میاشتو کې د جنګي وضعیت په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې غندلې دي او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې په ډګر کې د هر ډول تحولاتو مسؤلیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ته یوه وینا کې دوی ته سپارښتنه کړې وه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د طالبانو پر ضد کلکه مبارزه وکړي او دا ډله له پښتو وغورځوي.

د طالبانو ویاند د افغان ولسمشر دې څرګندونو ته په اشارې ویلي، امریکایان او افغان حکومت د سولې اراده نه لري.

امریکایانو د بمبار په اړه څه ویلي؟

امریکايي چارواکي دا نه وايي چې دا بریدونه له کوم ځای او کوم ډول الوتکو کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکايي چارواکي دا نه وايي چې دا بریدونه له کوم ځای او کوم ډول الوتکو کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان ویاند جان کربي ومنله چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

که څه هم هغه خبري غونډه کې دا ونه ویل چې دا بریدونه له کوم ځای شوي او څه ډول الوتکو کړي، خو زیاته یې کړه:

"تېرو څو ورځو کې موږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه کړي دي. خو د دې بریدونو په هکله نور تخنیکي مالومات نه شم ورکولی. "

د جان کربي خبرو پسې یوه بل امریکايي دفاعي چارواکي له اسوشېټېډ خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ له څلورو ډېر هوايي بریدونه وکړل.

د دغه چارواکي په خبره، دوو هوايي بریدونو کې هغه پوځي تجهیزات او یو ګاډی له منځه یووړل شول چې طالبانو له افغان ځواکونو نیولي وو.

د پنټګان ویاند وايي، د ځواکونو تر وتلو وروسته هم دافغان ځواکونو پراخ مالي او لوجستیک ملاتړ کوي، چې د خپل هیواد دفاع وړتیا وساتي.

دا هوايي بریدونه په داسې مهال دي چې د اګسټ تر ۳۱ له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ښودل شوې ده.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکايي ځواکونو وتلو سره طالبانو هم بریدونه ډېر کړي دي.

تېره مۍ کې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پسې طالبانو مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل او هم یې ډېرې ولسوالۍ ترلاسه کړې.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د طالبانو لاس ته د دومره ډېرو ولسوالیو ور تللو یو لامل دا بولي چې د لوجستیک اکمالاتو تکیا تر ډېره پر بهرنیو ځواکونو وه، په تېره د هوايي اکمالاتو اړخ، خو د بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغان ځواکونه له ننګونو سره مخ شول.

هغه وايي، حکومت اوس پر داسې پلان کار کوي چې څنګه له خپلو او لږو امکاناتو په کار اخیستو د سیمو ساتلو لپاره کار واخلي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم په یوه خبرې غونډه کې د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیولو ته په اشاره وویل، له افغان ځواکونو سره د امریکا مرسته دوام لري او دا ځواکونه د طالبانو د بریدونو د مخنیولپاره د بیا منظم کېدو په حال کې دي.