پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې؛ پاکستان اسلام اباد کې افغان سفیر ته شکایت کړی

د پاکستان بهرنيو چارو وزير له افغان سفيره سره

د عکس سرچینه، EOAIP

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په اسلام اباد کې افغان سفير نجيب الله علي خېل ته يې د افغان چارواکو د وروستيو څرګندو په تړاو شکایت کړی او خپلې اندېښنې يې ورسره شريکې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې که څه هم د کوم افغان چارواکي نوم نه دی ياد شوی خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کوچني اختر ورځو کې ننګرهار ته د سفر پر مهال د پاکستان په اړه پاروونکې ژبه کارولې وه او دغه هېواد یې په افغانستان کې تاوتريخوالي ته په لمن وهلو تورن کړی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف هم د جرمني له شپيګل مجلې سره په يوه نوې مرکه کې پر پاکستان نيوکې کړې وې او دغه هېواد يې "د طالبانو د تجهيز او د ملاتړ يوه منظم سيستم پر مخ وړلو باندې تورن کړی و".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپله خبرپاڼه کې د افغان چارواکو دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي او وايي دا ډول تورونه د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا خرابوي او د افغانستان د سولې پروسې په اسانولو کې د پاکستان له خوا لوبېدونکی رغنده رول له پامه غورځوي.

اسلام اباد کې افغان سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه اسلام اباد کې د افغان سفیر د احضارېدو اړه څه نه دي ويلي.

محب

د عکس سرچینه، @NSCAfghan

په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د افغانستان پر وضعيت او د افغان سولې پر پروسه غږېدلی دی.

ښاغلي قريشي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هېواد يې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي، او ټول کورني او بهرني اړخونه بايد دغه هېواد کې يوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپل ګډ مسئوليت پر ځای کړي.

بل لور ته د اختر دری ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې جګړې يو ځل بيا زور اخيستی او په قطر کې د سولې خبرې لا هم په ټپه ولاړې دي.

خو تمه کېږي چې ملګري ملتونه، ترکيه او قطر يو ځل بيا په استانبول کې د افغان سولې کنفرانس د جوړولو لپاره هڅې پيل کړي.

ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس د تېرې اپرېل مياشتې پر ۲۴ نېټه شوی وی خو ظاهرا د طالبانو د نه ګډون له کبله تر مامعلومې نېټې ځنډول شوی دی.