امريکا، ناټو او اروپايي ټولنې افغانستان کې د 'زور حکومت' راتلو سره مخالفت وکړ

ناټو ان امريکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لپاره د ناټو، امريکا، اروپايي ټولنې او بريتانيا ځانگړو استازو ويلي دوى افغانستان کې په زوره د هر راز حکومت د راتلو مخالف دي او دا چاره به سيمه ييز ټيکاو له گواښ سره مخ کړي.

دې استازو پرون برلین کې له ګډې ناستې وروسته یوه ګډه ويناپاڼه کې يو ځل بيا افغانستان کې د سولې د خبرو بهير پر چټکېدو ټينګار وکړ.

دغو ځانگړو استازو ويلي، د جگړې د ختمولو، تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره يوازينې لار، يو ټول گډونى سياسي جوړ جاړى دى.

وينا پاڼه زياتوي، د ناستې گډونوالو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د تېر کال هغه پرېکړه ليک ته خپله ژمنتيا څرگنده کړه چې افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمېدو، د سولې پر بهير او سياسي حل ټينگار کوي.

د دغو ځانګړو استازو ناسته په داسې مهال شوې چې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه او ټاکل شوې د سپټمبر تر يوولسمې نېټې بشپړه شي. د پوځيانو او ملکي قرارداديانو د خوندي ايستلو لپاره امريکا سيمې ته بي- ۵۲ او اېف ۱۸ جنګي الوتکې هم استولې دي.

د امريکايانو وتل

افغانستان لپاره د ناټو، امريکا، اروپايي ټولنې او ځينو اروپايي هېوادونو دغو ځانگړو استازو ويلي، دوى افغانستان کې د هر هغه راز حکومت د راتلو مخالف دي چې په زوره راشي او په وينا يې دا چاره به سيمه ييز ټيکاو له گواښ سره مخ کړي.

ويناپاڼې د افغانانو په مشرۍ او څښتنتابه د سولې بهير د چټکېدو اهميت ځلولى او د چمتو کوونکو يې ژمنه کړې چې د سولې يوې هراړخيزې تلپاتې هوکړې او يوه سياسي جوړ جاړي ته رسېدو لپاره له افغان دولت، طالبانو او د مدني ټولنې له مشرانو سره کار ته ژمن دي.

دغه ناسته په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې له څو ورځو راهيسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ درنې جګړې روانې دي او دواړه غاړې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

افغان پوځ

د عکس سرچینه، MOD

دغو ځانگړو استازو افغانستان کې روان تاوتريخوالى غندلى چې په وينا يې تر ډېره يې مسووليت طالبانو ته ور تر غاړې دى. دوى پر ټولو غاړو غږ کړى چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره سملاسي اړين گامونه پورته کړي.

ويناپاڼه کې له طالبانو په ځانگړې توگه غوښتنه شوې چې د دغو استازو په وينا، خپل نااعلان کړي پسرلني عمليات ودروي.

دوى همداراز پر ښکېلو غاړو د ولسي مرگژوبلې د مخنيوي غږ کړى.

ويناپاڼه له افغانستان د امريکايي ځواکونو او ناټو د منظمې وتنې يادونه کوي او وايي طالبان بايد د ځواکونو وتل د سولې د خبرو پرېښودو لپاره پلمه نه کړي.

ويناپاڼه کې راغلي چې گډونوالو له افغانستان سره د خپلو هېوادونو پر دوامدار ملاتړ ټينگار وکړ.

افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو امريکا او ناټو استازو افغانستان کې ښکېل هېوادونه په ځانگړې توگه د افغانستان گاونډيان او د سيمې هېوادونه دې ته هڅولي چې افغانانو سره خپل رغنده ملاتړ جاري وساتي او دغه هېواد کې تلپاتې سولې او دوام وړ اقتصادي پرمختيا ته رسېدو په لړ کې ونډه واخلي چې د ټولو په گټه ده.