ګورډن براون; نړیواله ټولنه دې په بیړه له افغانستان سره بشري مرستې وکړي

ګورډن براون
د عکس تشریح، ښاغلي براون غوښتنه کړې چې د پیسو ټولولو لپاره باید نړیوال کنفرانس ژر وبلل شي چې له افغانستان سره د څلور اعشاریه پنځو ملیاردو ډالرو مرسته برابره شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانسان سره دې په بېړه بشري مرستې وکړي.

ښاغلي بروان خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ''لویدیځ زموږ د مهال د تر ټولو لوی بشري ناورین په اړه ویده دی. ''

د ښاغلي بروان په وینا افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي له ولږې سره مخامخ دي.

هغه غوښتنه کړې چې د پیسو ټولولو لپاره باید نړیوال کنفرانس ژر وبلل شي چې له افغانستان سره د څلور اعشاریه پنځو ملیاردو ډالرو مرسته برابره شي.

ګورډن براون چې اوس مهال د ملګرو ملتونو لخوا د زده کړو د سفیر په توګه دنده ترسره کوي دغه راز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بحران به ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د ګڼو افغانانو د تګ لامل شي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې لخوا په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه شوې ده.

د بریتانیا ۱۵ خیریه بنسټونو چې اکسفام، کرېستین اېډ، اسلامیک ریلیف او د برتیانیا سره صلیب کمېټه هم په کې شامل دي په ګډه له خلکو نه په افغانستان کې د بشري بحران لپاره مرسته غوښتې ده.

د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې خبرداری ورکړی چې کورونا وبا، کړکېچ او وچکالۍ افغانستان د بشري بحران په څنډه درولی دی.

دې کومېټې ویلي چې پنځه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي ښايي په افغانستان کې ومري ښايي اشاره یې هغو ماشومانو ته وي چې ملګرو ملتونو هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ بللې وو.

د بریتانیا د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې مشر صالح سعید ویلي د برتانیا حکومت به په دې لړ کې خپله مرسته دوه برابره ډېره کړي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې وضعیت وار دمخه ''له بوږنونکي حالته '' تېر شوی او ''موږ نه شو کولای چې نندارې ته یې کینو. ''

ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له دې مخکې خبرداری ورکړی چې سږنی ژمی به په افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخ شي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان میلیونونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.

افغانستان، وچکالي، خوراکي توکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وایي د افغانستان میلیونونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې دي.

اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي.