د ناټو سرمنشي: له افغانستان د پوځیانو ایستل خطر لري، خو پاتې کېدل د جګړې د دوام په معنا دي

د ناټو مشر

د عکس سرچینه، NATO

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.

ښاغلي سټولټنبرګ دوشنبه بروکسل کې (ناټو ۲۰۳۰ نوښت) په اړه یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستانه د پوځیانو ایستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل يې هم د ستونزې حل نه دی.

نوموړي وویل،‌ افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل هلته د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا دي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه: "زما په فکر موږ هېڅکله هم دا اراده نه درلوده چې د تل لپاره دې په افغانستان کې پاتې شو. په همدې دلیل مو په تدریجي ډول هلته د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی. څو کاله مخکې مو افغانستان کې له سلو زرو ډېر پوځیان درلودل. خو د دې کال پیل کې یې شمېر لسو زرو ته راکم شوی و.‌ اوس به دا شمېر صفر ته راکمېږي".

خو د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پوځیانو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره درېیو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.‌

ښاغلي سټولټنبرګ دې لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او وړتیاو ډېرولو، افغان پوځ سره د مالي مرستې او همدا راز له افغانستانه بهر د افغان پوځ د روزنې یادونه وکړه.‌

نوموړي وویل، دی د افغان امنیتي‌ ځواکونو پر وړتیاو باور لري او دا ځواکونه کولی شي چې د خپل هېواد دفاع وکړي.‌

د سولې بهیر د پرمختګ یوازینۍ لاره ده

افغان سوله

د عکس سرچینه، IRA Peace Negotiating Team

د ناټو سرمنشي د دوشنبې خبري ناستې ته وویل، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر په افغانستان کې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کوچني اختر را په دېخوا افغانستان کې تاو تریخوالی ډېر شوی او افغان حکومت او طالبان یو بل ته د مرګژوبلې اړولو او د سیمو د نیولو ادعاوې کوي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځینې غړي له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره سبا (سې شنبه) دوحې ته ستانه شي.

تمه کېږي چې قطر ته د دولت مرکچي‌ پلاوي د ټولو غړو له رسېدو سره به د دواړو خواو ترمنځ د څو اوونیو له ځنډ وروسته لومړۍ ناسته وشي.

د افغان دولت پلاوی وایي، تمه لري چې دا ځل به طالبان په خبرو کې جدي وي او پر مهمو موضوعاتو به بحث وکړي.

طالبانو هم ویلي چې له مقابل لوري سره یې اړیکه پر ځای ده او هیله لري چې ستونزې به ژر حل شي.