خلیلزاد: سوله افغانستان کې د پرمختګ یوازینۍ اخلاقي او عملي‌ لار ده

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغان جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی ختم او سوله وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د کوچني اختر په مناسبت پر ټوېټر خپل پیغام کې ویلي، په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د لسیزو بې باوري او غوسه ختمول اسان کار نه دی، خو افغانستان کې د مخکې تګ یوازېنۍ اخلاقي او عملي لار دا ده چې سوله وشي.

نوموړي ویلي، د افغانستان تېرو دوه نسلونه جګړې اغېزمن کړي او وګړي یې په دې وېره کې ژوند کوي چې راتلونکی برید به کله کېږي او څه پایلې به ولري.

نوموړي همدا راز جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ کړی چې د تېرو وختونو مخالفتونو له کبله دې له غچ اخیستو ډډه وکړي‌.

غني طالبانو ته: سوله کول د تسلیمېدو په معنا نه ده

غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، سوله د طالبانو د تسلیمي په مانا نه ده.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په اختریز پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د ده په خبره دا ډله دې د افغان ملت تسلیمي نه غواړي.

پنجشنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

ولسمشر غني تر تېرو کلونو سږ یو څه اوږده اختریزه وینا درلوده، چې تر ډېره د سولې لپاره پر ملي او سیمه ییزه اجماع څرخېده.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په مناسب درې ورځې اوربند کړی، چې پنجشنبه پیل شو.

که څه هم ولسمشر غني خپلو خبرو کې د اوربند په تړاو څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه له حکومت سره د طالبانو سوله د دې ډلې د تسلیمۍ پر مانا نه ده.‌

د اوربند غځولو غوښتنې او د طالبانو انکار

taliban

د عکس سرچینه، Taliban spokesman

افغان ولسمشر او زلمی خلیلزاد داسې مهال پر طالبانو د سولې غږ کوي چې پر افغان حکومت سربېره ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې اعلان شوی درې ورځنی اوربند له اختر وروسته هم وغځوي.

خو طالبانو درې ورځې وړاندې بي بي سي ته وویل، د اختر ورځو کې اوربند یې د عامو خلکو لپاره اعلان کړی،‌ او له دې ۳ ورځو وروسته د اوربند غځولو پلان نه لري.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی د جګړې په حالت کې دي او نشي کولای چې د نورو په غوښتنه د خپلو تېرو کلونو قربانۍ ضایع کړي او له خپل هدف مخ واړوي.

تمه کېږي‌ چې له اختر وروسته به ملګري‌ ملتونه، ترکیه او قطر یو ځل بیا په استانبول کې د افغان سولې کنفرانس د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه شوی وای،‌ خو ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله تر نامالومې نېټې وځنډول شو.