غني: طالبان دې د جګړې پر ځای روغې جوړې ته فکر وکړي

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی او یو ځل بیا یې په طالبانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، او د ده په ټکو نه د افغانانو پر وژنې.

ولسمشر غني ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او دي د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.

نوموړي پنجشنبه ناوخته ارګ کې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو لسګونو پروژو پرانېستې مراسمو ته وینا کې وویل، حکومت یې ټوله هڅه کوي چې طالبان ابادی او وطني مینې ته وهڅوي.

ښاغلي غني وویل، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ښکاره له یوې اوږدې مودې راهیسې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت پلاوو ترمنځ منظمې غونډې نه دی شوي.

خو د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویلي، تمه لري چې ډېر ژر د دواړو لورو تر منځ خبرې پیل شي او په همدې موخه د دولت مذاکراتي پلاوی راتلونکې اوونۍ له کابله دوحې ته ځي.

طالبان: "مقابل لوری سولې ته خنډونه جوړوي"

متقي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د سولې پڅو خبرو په لړ کې که څه هم د افغانانانو او نړیوالو سره د افغانستان راتلونکي په اړه اندېښنې شته، خو ولسمشر غني وایې د ده کار دا دی چې پخوانی تاریخ بدل کړي، نه دا چې دی او ولس یې د تاریخ قرباني شي.

د نوموړي له دې څرګندونو یوازې یوه اوونۍ وړاندې طالبانو پر افغان حکومت تور پورکړې و چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېیسیون مشر امیر خان متقي څو ورځې وړاندې په یوې غږیزې وینا کې چې خپلو اړونده طالبانو ته یې کړې او بي بي سي هم ترلاسه کړې ویلي وو، مقابل لوری (افغان حکومت) د خبرو ځنډولو لپاره پلمې کوي او د حل لاره نه راباسي.

نوموړی دې وینا کې همدا راز ادعا کړې وه چې د افغانستان په لویه برخه کنترول لري او وايي دوی د اورکم پر ځای د جګړې ختمول غواړي.

بل لور ته په کوچني اختر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د افغانستان ګڼو برخو کې جګړو زور اخیستی.

دواړه خواوې په دې نښتو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو او د سیمو د نیولو ادعاوي کوي،‌ خو دې جګړو په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ اړ ایستلې دي‌ چې له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه شي.‌