د کابل هوايي ډګر له لارې له ۱۱۰ زرو ډېر کسان ايستل شوي

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

ډېری لوېديځو هېوادونو اعلان کړی چې دوی د کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو خپل عمليات پای ته رسولي او د ناټو ډېری نور غړي هېوادونه به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو ايستلو لپاره له دې وروسته الوتنې ونلري.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون په وينا د نژدې تېرو دوو اوونيو په موده کې يې د کابل هوايي ډګر له لارې نژدې ۱۱۰ زره کسان ايستلي دی.

امریکايي ځواکونه چې د وتلو د عملياتو مشري کوي د اګست پر ۳۱ به خپل شپږ زره سرتېری وباسي او د هوايي ډګر چاری به طالبانو ته وسپاري.

په کابل کې د تېرې پنجشنبې خونړي بريد وروسته امریکايان او ملګري يې د تيارسي په حالت کې دي ترڅو داسې بله پېښه تکرار نشي.

د کابل هوايي ډګر څنډو دې ځانمرګي بريد کې چې پړه يې د داعش خراسان ډلې منلې لږ ترلږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي. په وژل شويو کې ۱۳ امريکايي سرتېري، دوه بريتانويان هم شامل دي.

په عيني وخت کې سپينې ماڼۍ ويلي چې د امریکا ولسمشر جو بايډن ته خبرداری ورکړل شوی چې راتلونکې څو ورځې پلازمېنه کابل کې د يوه بل ترهګريز بريد احتمال شته.

بايډن ته د ملي امنيت په ناسته کې ويل شوي چې د ښار په هوايي ډګر کې امريکايي کارکوونکولپاره ټول ممکنه تدبيرونه نيول شوي دي.

چارواکی وايي، چې "د دې ماموريت راتلونکې څو ورځې به تر ټولو ډېره خطرناکه دوره وي."ده زياته کړه چې امريکايي ځواکونه د داعش خراسان ډلې د اهدافو په لټه کې دي.

Afghans who have worked for South Koreans in their war-ravaged nation and their family members boarding a South Korea military plane at an airport in Kabul, Afghanistan, 25 August 2021,

د عکس سرچینه، EPA

بل پلو د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي خبريالانو ته ويلي چې د کابل هوايي ډګر څخه د خلکو ايستلو لپاره د امريکا ماموريت به د اګست ۳۱ نېټې تر وروستۍ شېبې پورې دوام وکړي.

نوموړی وايي، "موږ به وکولی شو چې تر وروستۍ دقيقې پورې کسان له دې ځايه وباسو".

هغه وویل چې د متحده ایالاتو سرتیرو له وتلو وروسته ،متحده ایالات به له هیواد څخه د نورو الوتنو اسانتیا لپاره نوې لارې په پام کې ونیسي او د دې اړتيا نشته چې امريکايي پوځيان دې په کې ښکېل وي.