ناټو د می له لومړۍ نېټې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناټو غړو هېوادونو اعلان کړی دی چې د راتلونکې می میاشتې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیلوي.

ناټو سازمان د امریکا د ولسمشر جو یایډن له ورته پرېکړې سره هم مهاله خپله پرېکړه اعلان کړې. ښاغلي بایډن ویلي، ټول امریکایي پوځیان به د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه راووځي.

ناټو چارشنبه ناوخته د خپلو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو له ګډې غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانستان ته ورپښې ستونزې پوځي حل نه لري.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې د پوځیانو د ایستلو چاره به په منظمه توګه او په همغږۍ سره راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کېږي، او که چېرته طالبان دې موده کې پر ناټو ځواکونو برید وکړي نو ځواکمن ځواب به ورکول کېږي.

اعلامیه کې راغلي چې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو او په دې لړ کې د استانبول د کنفرانس هرکلی کوي، او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې د سولې بهیر په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي.

ناټو وایي، د امنیت ټینګولو او د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو خوندي کولو په چاره کې به له افغانستان او خلکو سره یې ولاړ اوسي، او د پوځیانو ایستل له افغانستان سره د اړیکې پرې کولو په معنا نه دي.

د ناټو اعلامیه افغانستان کې پر یوه داسې سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي چې تاوتریخوالی ورسره ختم شي، د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو بشري حقونه خوندي شي، قانون پکې برلاسی وي او دا تضمین وکړي چې افغانستان به بیا هېڅ کله هم د ترهګرو پټنځای نه کېږي.

ناټو د هغو ټولو کسانو مننه کړې چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې د دې سازمان په ماموریت کې دنده ترسره کړې، او دې لړ کې د وژل شویو کسانو د قربانیو درناوی یې کړی.

یاده دې وي چې ناټو دا مهال افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان لري، چې لویه برخه یې امریکایان دي.

بایډن: له افغانستان د پوځیانو ایستلو وخت را رسېدلی

بایډن

د عکس سرچینه، The Whilte House

د ناټو له دې اعلان سره هم مهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن تائید کړې ده چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په پوځي توګه نه.

ښاغلی بایډن چارشنبه سپنې ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو وخت رارسېدلی. نوموړي زیاته کړه:

"له خپلو متحدینو، ملګرو، پوځي او استخباراتي مشرتابه، مسلکي کسانو، دیپلوماتانو، کانګرس او مرستیال ولسمشر سره له سلا مشورو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه باید پای ته ورسېږي، اوس وخت راغلی چې امریکايي پوځیانو خپلو کورنو ته ستانه شي. موږ به له خپلو متحدینو او ملګرو سره یو ځای د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرستو ته دوام ورکړو ، موږ نژدې ۳۰۰ زره افغان پوځیانو ته روزنه او تجهیزات ورکوو او دوی د خپل هېواد لپاره او د خپلو خلکو دفاع لپاره په زړورتیا سره جګړه کوي ".

د افغان حکومت غبرګون

غني

د عکس سرچینه، Arg

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر موضوع غږېدلی دی.

ښاغلي غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:" له ولسمشر بایډن سره تر سپتمبره پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو پر پرېکړې وغږیدم. د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکايي ملګرو سره د (پوځیانو) بې ستونزې وتلو لپاره په شریکه کار وکړو".

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې دویم پړاو ته له تلو وروسته به امریکايي او ناټو ملګرو سره د سولې روانو هڅو لپاره ګډ کار وکړي.

ولسمشر غني د ټویټر پیغامونو په همدې لړۍ کې وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد دفاع کولو وړتیا لری. نوموړي لیکلي:

"د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړه وړتیا لري چې د هېواد او خلکو دفاع وکړي، دوی تل همداسې کړي او افغانان یې له همدې کبله منندوی دي. ''