اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".

نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".

شماری از زنان معروف افغانستان که در کنفرانس دو روزه پارلمان اروپا به این نشست دو روزه دعوت شده اند

د عکس سرچینه، EU PARLIAMENT

د عکس تشریح،

يو شمېر افغان مېرمنې چې په دې کنفرانس کې يې ګډون درلود

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".

اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".

نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".

اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.