طالبان ایران ته: افغان بندیان خوشي او کډوالو ته د بانکي حسابونو ستونزه حل کړئ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ایراني چارواکو غوښتي چې په دې هېواد کې افغان زندانیان راخوشي او کډوالو ته د بانکي حسابونو ستونزې حل کړي.
دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او کابل کې د دې هېواد له نوي سفیر حسن کاظمي قُمي سره لیدنه کړې چې د طالب سرچینو په وینا ښاغلي قُمي په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلی متقي له ایراني سفیر سره د افغانستان د زېربنايي او اقتصادي پروژو په اړه هم غږېدلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر ټویټر لیکلي، په دې لیدنه کې ایراني لوري د افغانستان معادنو، انرژۍ، اورګاډي پټلۍ او ځینو نورو برخو کې پانګونې ته چمتووالی وښود.
بله خوا، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي. چارواکي وايي د همداسې یوې ورته کمېټې د جوړولو په اړه به له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Twitter پای
د یاد وزارت ویاند مولوی عبدلمطلب بي بي سي ته ویل چې دا کمېټې د هغې څلور اړخیزې ناستې په پایله کې جوړېږي چې څو ورځې وړاندې په تهران کې ترسره شوه.
ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي چې له دې ډلې شاخوا درې میلیونه یې په ایران، درې میلیونه یې په پاکستان او پاتې نور یې په نورو هېوادونو کې مېشت دي.