امریکا، بریتانیا او اروپا ' په افغانستان کې د کړکېچ مخنیوي لپاره' د اوربند او انتقالي حکومت غوښتنه وکړه
د امریکا اروپا، او بریتانیا استازو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي په هکله یوه نهايي توافق ته له رسېدو مخکې د اوس لپاره دې د یوه ''سراسري اوربند او ټولشموله انتقالي حکومت '' پر اساساتو هوکړه وکړي.
دا لومړی ځل دی، چې نړیواله ټولنه په څرګند ډول د یوه انتقالي حکومت یا جوړښت په هلکه غوښتنه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې د سولې لپاره د امریکا، بریتانیا او اروپا د ځانګړو استازو غونډې یادونه شوې چې د جولای پر ۲۲ مه د ایټالیا پلازمېنه روم کې شوې.
دې غونډه کې د بحث موضوع افغانستان او د سولې لارو چارو لټون بلل شوی.
په اعلامیه کې تېره اونۍ دوحه کې د افغان حکومتي او طالبانو د پلاویو تر منځ د غونډې ستاینه شوې او زیاته شوې، موږ پوهېږو چې یوه نهايي سیاسي توافق او له دې جملې د اساسي قانون په هکله، احتمالاً زیات وخت غواړي، له همدې کبله موږ له دواړو لوریو غواړو چې یوه نهايي سیاسي توافق ته له رسېدو مخکې د اوس لپاره پر ځینو مواردو لکه سراسري او هر اړخیز اوربند، او دغه راز د ټولشموله انتقالي حکومت جزیاتو، په هکله موافقت وکړي.
په اعلامیه کې راغلي د افغانستان لپاره هم د انتقالي حکومت اډانه او هم نهايي سیاسي توافق باید (۱) پراخ بنسټه وي (۲) د مشرتابه لپاره باید د خلکو د انتخاب حق پکې خوندي وي (۳) د ښځو، لږکیو او ځوانانو د حقونو په ګډون باید بشري حقونه پکې خوندي وي (۴) له ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنه باید ولري او دا چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو ډلو په پټنځای نه بدلېږي (۵) او په پای کې هم دا چې افغانستان باید د بشري حقونو د تامین په شمول نړیوالو تهداتو ته ژمن پاتې شي.
په اعلامیه کې راغلي نړیواله ټولنه به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون له افغان ادارو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې د راتلونکي وخت مرستې به په ښې حکومتولۍ، د قانون تطبیق او د بشري حقونو په مراعتولو پورې اړوند وي.
د سولې لپاره د امریکا، بریتانیا او اروپا استازو دغه راز ټینګار کړی چې هر حکومت چې د زور له لارې واک ته رسېږي دوی به یې ملاتړ و نه کړي.
افغان حکومت که څه هم تر اوسه په دې هکله غبرګون نه دی څرګند کړی، خو څو میاشتې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د موقتې دورې سره مخالفت څرګنداوه کړ او بیا یې په فارن پالیسي مجله کې یوه خپره شوې لیکنه کې د موقت حکومت له طرحې سره ضمني موافقت څرګند کړ.
ولسمشر غني د ''افغانستان لپاره د فرصت او خطر شېبه '' تر سرلیک لاندې هغه مقاله کې ویلي و:
''که څه هم د ولسواکۍ اډانه باید پر ځای پاتې شي، خو د سولې یو انتقالي دولت د ټاکنو ترسره کولو لپاره د چمتوالي موده کې نظم او ثبات پر ځای ساتلای شي. ''