د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه، هند او پاکستان پر یو بل سختې نیوکې وکړې

شورا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

امنیت شورا دوشنبه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د ولسي کسانو امنیت او ژوند ته پام وکړي.

د دې شورا غړو هېوادونو پر طالبانو غږ وکړ چې سیاسي جوړجاړي له لارې روان کړکېچ حل کړي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي افغانستان کې پر اوسني وضعیت اندېښنه وښوده او کابل هوایي ډګر کې د دوشنبې ورځې د بوږنوونکو پېښو یادونه یې وکړه.

ښاغلي ټي اېس تیرومورتي وویل، که طالبان هم ورانکارې ډلې پر خپله خاوره پرېنږدي نو بیا تمه شته چې افغانستان او ټوله سیمه د ارامۍ ساه واخلي.

خو په دې ناسته کې د پاکستان استازي ته یو ځل بیا هم د خبرو اجازه ورنکړل شوه. یاده دې وي چې تېره اوونۍ هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د پاکستان استازي ته د خبرو فرصت نه و ورکړل شوی.

د امنیت شورا له دې ځانګړې ناستې وروسته د پاکستان دایمي استازي پر هند تور ولګاوه چې د افغانستان په اړه ناستو کې د پاکستان د ګډون مخه نیسي.

منیر اکرم خبریالانو ته په تنده لهجه وویل، پاکستان د افغانستان په سوله کې یو مهم رول لري، خو هند قصداً اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.

یاده دې وي چې هند دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه لري.

د نورو هېوادونو استازو څه وویل؟

شورا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پاکستان استازي پر هند تور پورې کړ چې امنیت شورا غونډه کې د خبرو فرصت نه ورکوي

ملګرو ملتونو کې د چین استازي افغانستان کې پر روان وضعیت د اندېښنې ترڅنګ پر ښکېلو غړو ټینګار وکړ چې دې هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

ښاغلي ژانګ جون همدا راز دې غونډه کې د پاکستان پر نه ګډون خپګان څرګند کړ.

هغه وویل، افغانستان کې د جګړې پای نه یوازې د افغانانو هیله ده، بلکې د ټولې نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده.

د چین استازي تمه وکړه چې طالبان به د ټولشموله حکومت جوړولو او د وګړو د امنیت خوندي کولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وویل، افغانستان کې وضعیت په جدي توګه څاري.

نوموړي وویل، په تېرو څو ورځو کې افغانستان کې وضعیت دومره په چټکۍ بدل شو چې ټول یې حیران کړل.

روسي استازي د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا هم شک وښود او پوښتنه یې وکړه چې څه ډول یو پوځي چې تېرو شلو کالو کې روزل شوی، په دومره اسانۍ ماتې خوري.

ښاغلي نبنزیا وویل، له طالبانو سره به اړیکه ساتي او ګوري به چې دا ډله څه کوي، خو دا اړیکه د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

هغه همدا راز اندېښنه وښوده چې افغانستان کې داعش او نورې ډلې لا هم فعالیت لري او د ګاونډیو هېوادونو امنیت ګواښلی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دوشنبې ناستې ته خبرې وکړې او افغانستان کې روان وضعیت یې بوږنوونکی وبللو.

نوموړي وویل، پر ټولو ښکېلو غاړو، په ځانګړې توګه پر طالبانو غږ کوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د وینې تویېدونې مخه ونیسي.