وزیرستان کې د غورځنګ ولسي غونډه: "د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه باید بنده شي"
د پښتون ژغورنې غورځنګ نن سه شنبه د سویلي وزیرستان په مکین کې لویه ولسي جلسه وکړه چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ. یادې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼو نورو مخکښو مشرانو او غړو ویناوې وکړې.
غورځنګوالو ویلي وو، دا جلسه یې په افغانستان او پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ پر ضد د احتجاج لپاره رابللې.
د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "د نننۍ جلسې پيغام ډېر واضح و چې موږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو . د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه ، او مونږ نن ډېر واضح وويل چې په افغانستان کې د پاکستان منفی لاسوهنې دې بندې کړل شي".
نوموړي همدا راز لیکلي، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمو ته) تباهۍ او بربادۍ راوړي.
ښاغلي پښتین تور لګولی چې پاکستاني ریاست د پښتنو خاوره تل د افغانستان پر ضد کارولې، خو ټینګار یې کړی چې غورځنګ به نور د دې پالیسۍ پر ضد مزاحمت کوي او مخه به یې نیسي.
افغانستان کې امنیتي وضعیت ته غبرګونونه
په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره ګڼو افغان سیاستوالو او همدا راز د ډیورنډ کرښې هاغې غاړې ته د غورځنګ په ګډون د ځینو نورو سیاسي ډلو مشرانو پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نیولې.
افغان حکومت تور لګوي چې په روانه جګړه کې ګڼ شمېر پاکستاني وګړي د طالبانو په لیکو کې جنګېږي او د پاکستان د دې چارې مخه نه ده نیولې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ څه موده مخکې د پارلمان غونډې ته وویل، که د پاکستان په ښارونو کې د افغان طالبانو په ملاتړ لاریونونه کېږي او شعارونه ورکول کېږي نو بیا دې پاکستانی حکومت د افغان مشرانو پر سختو نیوکو نه خپه کېږي.
افغان طالبانو بیا په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون خبره بیا بیا رد کړې ده.
د پاکستان حکومت هم دې لړ کې د افغان چارواکو نیوکې رد کړې دي او ټینګار کوي چې دوی د افغان سولې بهیر کې په صادقانه توګه همکاري کوي.