چین: له طالبانو تمه لرو چې سوله ییز جوړجاړي او د افغانستان بیارغونه کې مهم رول ولوبوي

چین

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د ملا بردار په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو نهه کسیز پلاوی نن 'چارشنبه" په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلی دي.

د طالبانو د دغه پلاوي مشري د دوی د قطر سیاسي دفتر رئیس او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي او د چین په شمالي ښار تیانجین کې یې د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر 'وانګ يي' سره لیدلي دي.

چین بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ويلي ښاغلي وانګ په دې لیدنه کې طالبانو ته وویل چې دوی د دې ډلې لخوا افغانستان کې د "روانې جګړې پای ته رسېدو" او "بیارغونه" کې د "مهم رول" لوبولو هیله لري.

هغه همدا راز د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د "چین ملي امنیت ته مستقیم ګواښ" بللی او هیله یې ښودلې چې طالبان به افغانستان کې د دې ډلې خلاف ګامونه واخلي.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو ترڅنګ جنګ جګړې له ورځ بلې ته ډېرېږي، انګیرنه دا ده چې دا ډول سفرونه طالبانو سره مرسته کوي چې نړیوال ډګر کې یې دریځ پیاوړی شي.

د افغان حکومت او طالبانو غبرګون

چین

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د طالبانو پلاوی له چینایي چارواکو سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د چین حکومت له وړاندې دوی ته ویلي و چې د طالبانو د یوه پلاوي ته یې د ورتګ بلنه ورکړې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د بیجینګ د دې بلنې هدف دا دی چې طالبانو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو د حضور په اړه خپله اندېښنه شریکه او دا ورته ووايي چې د چین دولت افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او سیاسې هوکړې ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د چین دولت طالبانو سره لیدنه کې د دوی له اړخه د بریدونو په ډېرېدو "ژوره اندېښنه" ښودلې او له دې ډلې غوښتي چې "سیاسي حللارې ته غاړې کېږدي او له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي."

له دې سره د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم چې د طالبانو د همدې پلاوي د غړي په توګه چین ته تللی پر خپل ټویټر لیکلي د چین له بهرنيو چارو وزير، د دغه وزارت له مرستيال او د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي سره یې جلا جلا ناستې کړې دي.

ښاغلی نعیم لیکي: په دغو "ناستو کې د دواړو هېوادونو اړونده سياسي، اقتصادي او امنيتي مسائلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه او تبادل د نظر وشو."

هغه وايي چین ته "ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنيت پر خلاف نه استعمالېږي. چین هېواد له افغان ولس سره د خپلو همکاريو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په هواري او دسولې په راتلو کې يې مرسته کوي."

افغانستان کې د سولې د هڅو دوام

چین

د عکس سرچینه، Qureshi Facebook

د عکس تشریح، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران څو ورځې وړاندې پر افغان سوله غږېدلي وو

د چین بهرنیو چارو وزیر د طالبانو دا پلاوی داسې مهال وربللی چې د روانې اوونۍ پیل کې یې له خپل پاکستاني هممپوړي شاه محمود قریشي سره لیدنه کې ویلي و د سیاسي جوړجاړي له لارې به افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت هڅو ته دوام ورکوي.

دوی افغانستان کې سوله د سیمې اقتصادي ودې، اتصال او سوکالۍ لپاره اړینه بللې ویلي و "له افغان لوریو د سراسري اوربند او د دې غوښتنه کوي چې د خبرو له لارې یوه پراخ بنسټه، جامع او ټولشموله سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره په ګډه جدي کار وکړي."

ښاغلي وانګ په هغه ناسته کې زیاته کړې وه، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د دغه هېواد سوله ییزې بیارغونه کې همکاریو ته وهڅوي او له نړیوالې ټولنې به هم وغواړي چې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته وکړي.

تازه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم خپله اعلامیه کې تمه ښودلې چې د چین دولت به ګډو امنیتي اندېښنو او شریکو سیاسي، اقتصادي ګټو ته په کتو د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا او پر طالبانو له تاوتریخوالي د لاس اخیستلو، اوربند، سولې او افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د حضور پای ته رسولو کې خپل مهم رول ولوبوي.