امریکایي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو لپاره قرارداد وړاندې کړ

پر طالبانو بندیزونه

د عکس سرچینه، TALIBAN POLITICAL OFFICE

د امریکا په سنا مجلس کې له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو د بندیزونو لګولو قرارداد دې جرګې ته وړاندې کړ.

په دې قرارداد کې چې پرون ( سه شنبه سپټمبر ۲۸) وړاندې شو د پاکستان یادونه هم شوې ده او ښايي دغه هېواد هم دې بندیزونو کې شامل کړل شي.

دا قرارداد ۲۲ سناتورانو وړاندې کړی چې ټول د جمهوریت پال ګوند غړي دي. په قرارداد کې ویل شوي دوی پر طالبانو او پر هغو چې د طالبانو مرسته کوي د یو لړ بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.

دې قرارداد کې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، څارنې او محاسبه، نوم ورکړل شوی وړاندیز شوی چې امریکا باید په ملګرو ملتونو او په خپله امریکا کې د طالبانو هیڅ غړی د افغانستان د سفیر او استازي په توګه ونه مني.

دوی دغه راز غوښتنه کړې ده چې له ټولو هغو بنسټونو سره دې د امریکا مرستې بیا وارزول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

په قرارداد کې د امریکا له ولسمشره غوښتنه شوې چې د هغو ټولو اقتصادي او امنیتي ګواښونو تفصیل دې وړاندې کړي چې روسیه، چین او طالبانو یې د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته پېښولی شي.

د پاکستان ترڅنګ چین او روسیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو لا یې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې هم دې هېوادونو له طالبانو سره توده راشه درشه لرله.

پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه

پاکستان

د عکس سرچینه، TWITTER/LINDSEY HILSUM

د عکس تشریح، د پاکستان د استخباراتو مشر حمید فیض لومړی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی وو چې د طالبانو لخوا د کابل له نیولو سره وروسته افغانستان ته سفر وکړ

د بندیزونو په دې قرارداد کې ټېنګار شوی چې د طالبانو پرملاتړو دې هم بندیزونه ولګول شي، دې لړ کې د پاکستان یادونه شوې ده.

سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه غوښتي چې له ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۱ پورې د طالبانو په ملاتړ کې دې د پاکستان د رول ارزونه وکړي.

دوی ویلي له طالبانوسره د دولتي او نادولتي ملاتړ ارزونه دې وشي. دې ملاتړ کې د پټنځایونو ورکول، مالي، استخباراتي، لوژستیکي او طبي ملاتړ شامل دي. په قرارداد کې د روزنې، وسلو ورکولو او تکتیکي او یا ستراتیژیکې لارښوونې یادونه هم شوې ده.

په تېرو دوه لسیزو کې تل پاکستان ته ګوته نیول شوې چې د طالبانو ملاتړ خوندي پټنځایونه یې ورکړي او مالي او لوژستیکي مرسته ورسره کوي. خو پاکستان تل دا رد کړي دي.

د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵ طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر محمد اشرف غني او نور لوړ پوړي دولتي چارواکي له افغانستان بهر ته ولاړل.

په قرارداد کې د بهرنیو چارو وزارت نه غوښيتنه شوې ده چې په هغو بریدونو کې د پاکستان رول و ارزوي چې په پایله کې د افغانستان حکومت ړنګ شو.

په وړاندیز شوې قرارداد پر پنجشیر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان یادونه شوې ده او غوښتنه شوې چې دې عملیاتو کې د پاکستان رول وارزول شي.

د طالبانو له خوا د کابل او نورو ټولو ولایتونو له نیولو وروسته په پنجشیر کې لا هم مقاومت وو. له طالبانو سره جنګېدونکې ډلې چې مشري یې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي ادعا وکړه چې پاکستاني هوايي ځواک د پنجشیر د مرکز نیولو کې له طالبانو سره مرسته وکړه.

خو طالبانو د پنجشیر جګړه کې د پاکستان د هوايي ځواک رول رد کړی دی.

د پاکستان غبرګون

د بندیزونو دې قرارداد ته په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزیرې شیرین مزاري ویلي چې پاکستان یو ځل په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ماتې لپاره قرباني کیږي. هغې ویلي پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د یوه متحده په توګه لوړه بیه پرې کوي.

مېرمن مزاري ویلي ناټو او امریکا باید د پاکستان هدف ګرځولو پر ځای افغانستان کې پر خپلې ماتې فکر وکړي.

د یادونې ده چې پرون د سه شنبې ناسته کې هم د امریکایي پوځ چارواکو او د سنا مجلس غړو د افغانستان په کشاله کې د پاکستان پر رول سختې نیوکې وکړې.

د سنا مجلس د وسلوالو ځواکونو کومېټې مشر سناتور جګ ریډ وویل، د امریکا حکومت و نه توانېد چې افغانستان کې د شل کلن ماموریت پر مهال د پاکستان دوه مخې پالیسي وپېژني.

نوموړي وویل، یوې خوا ته د پاکستان چارواکو له امریکایي چارواکو سره خبرې او کتنې کولې، خو په ورته وخت کې طالبان لګیا وو او پاکستان کې بیا منظم کېدل.