د ملګرو ملتونو بشري مرستو مشر: که طالبان پر ښځو کار بندیز لېرې نه کړي، ښایي بشري مرستې ناممکنې شي

مارټین ګریفیټس

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ښاغلی ګرفېتس وايي ملګري ملتونه به هره هڅه کوي چې دې بندیز سره سره چارې پرمخ یوسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېټس خبرداری ورکړی چې د طالبان د حکومت لخوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به په افغانستان کې د بشري مرستو پر هڅو جدي اغیز وکړي.

هغه بي بي سي ته ویلي، که طالبان پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو ته دوام ورکړي، ښايي په افغانستان کې بشردوستانه مرستې ناممکنې شي.

خو ښاغلی ګرفېتس وايي ملګري ملتونه به هره هڅه کوي چې دې بندیز سره سره چارې پرمخ یوسي.

"زموږ په بشردوستانه ادارو کې له ښځینه کارکوونکو پرته، موږ ټولې، نادولتي موسسې، ملګري ملتونه او نورې ادارې، نشو کولای هغه دندې پرمخ یوسو چې له امله یې موږ هلته یوو. موږ په افغانستان کې د اتلس میلیونه خلک لپاره حضور لرو. دا په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو تر ټولو لوی پروګرام دی. نو په دې توګه، دا د هغو چارو ترسره کولو لپاره زموږ پر وړتیا لوی ګوزار دی چې په ذهن کې یې لرو. "

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر زیاتوي، په افغانستان کې د نورو پرتله ښځې او نجونې ډېرې اغېزمنې شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره که ښځینه کارکوونکې د دوی په ادارو کې کار ونه کړي، هغو مېرمنو او نجونو ته رسیدګي نه شي کولای چې بشري مرستو ته تر نورو ډېره اړتیا لري.

"که تاسو له ښځو سره او د دوی په مرسته کار ونکړئ، هغو خلکو ته رسیدګي نه شئ کولای چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او هغه ښځې او نجونې دي. نو موږ ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لرو. هغوی هم د کار کولو حق لري. هلته په زرګونو میرمنې په بشردوستانه ادارو کې کار کوي چې اوس یې برخلیک ناڅرګند دی. له همدې امله موږ د وقفې غوښتنه کړې ترڅو دقیقا ارزونه وکړو چې دا موضوع کوم ځای ته رسیږي. زه به په څو اونیو کې افغانستان ته ولاړ شم، هلته به له سیمه ییزو همکارانو سره کار وکړم چې وګورو، څنګه دغه فرمان لغوه کیدای شي. "

ټاکل شوې، په راتلونکو اونیو کې د ملګرو ملتونو د مرستو برخې مشر مارټين ګرېفټس افغانستان ته د خپل سفر پرمهال له طالب چارواکو سره وګوري.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتو تازه نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تېر کې یې دا ډول نیوکې رد کړي دي.

د طالبانو له وروستیو پرېکړو وروسته نژدې څلورو لویو مرسته رسوونکو ډلو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي او لامل یې هم دا بللی چې پرته له خپلو ښځینه کارکوونکو خپل کارونه مخ ته نشي وړلی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان نژدې ۹۷ سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي، دوه پر دریمه برخه وګړي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس نیوي ته اړتیا لري او شل ملیونه خلک له لوږې کړېږي.