یو این ډي پي: ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي

  • یوسف ځدراڼ
  • بي بي سي - کابل
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اداره یا یو این ډي پي ویلي، کورونا وبا د دې هېواد ټولنیز اقتصاد او وده د سیمې په کچه تر ټولو ډېره زیانمنه کړي ده.

د ې ادارې د سږ کال په خپل دریم راپور کې ویلي، د کورونا له خپریدو راهیسې په افغانستان کې بې وزلي ۱۷ سلنه لوړه شوې او په وینا یې دمګړی ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

یو این ډي پي افغان حکومت ته سپارښته کړي چې تر کورنا پخواني حالت ته د ګرځېدو لپاره سپما ډېره، په صادراتو او وارداتو ماليې لوړې او له فساد سره مبارزه یقیني کړي.

د یو این ډي په دې نوی راپور کې د کورونا له پیل را ورسته د افغانستان اقتصادي ننګونو او وضعیت ارزونه شوې.

د دېرشو پاڼو په دې اوږده معلوماتي راپور کې راغلي چې کورونا د افغانستان په دوامداره اقتصادي پروګرامونو او موخو ژور اغېز کړی تر دې چې د ناخالصو تولیداتو تولید له کبله دا هېواد د سیمې او په ټوله کې د سوداګری له کبله د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر لویدلی او له دې کبله د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر سر کې راغلی دی.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده.

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان لپاره د یو این ډي پي استازي عبدالله الدرداري په افغان حکومت غږ کړی چې عادي حالت ته د ورګرځیدلو لپاره دې جدي کار وکړي:

''د یو انی ډي پي په دې راپور کې د وضعیت کابو کولو لپاره ځينې وړاندیزونه کړي، زمونږ په اند په ګمرکونو کې باید په وارداتو مالیه لوړه شي، د بزګرانو له تولیداتو پنځه سلنه اقتصادي ودې ته ځانګړي شي، مونږ په صادراتو په ځانګړي ډول په کاني سکتور د شاوخوا دېرش سلنې مالیې لوړیدو وړاندیز کړی او په ټوله کې دا چې حکومت له فساد سره مبارزه وکړي او سیمه ییزه نښلیدا او سوداګري ښه یقیني او خوندي کړي."

دې ادارې د کورونا دویمې څپې یا هرې بلې ناروغۍ کابو کولو لپاره روغتیايي سکتور ته هم د حکومت لخوا د ۱۵ سلنې اضافي بوديجې د ځانګړي کېدا وړاندیز کړی.

یو این ډي پي وايي، په ګمرکونو کې باید په وارداتو مالیه لوړه شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو این ډي پي وايي، په ګمرکونو کې باید په وارداتو مالیه لوړه شي

په راپور کې د ښځو اقتصادي پروګرامونو، د ماشومانو وضعیت او لوږې په ډېریدو هم اندېښنه ښودل شوي او ویلي یي دي چې د کورونا سختې څپې پر مهال په دې هېواد کې د خوراکي توکو بيې په کم ساري ډول لوړې شوې چې خلک یې سخت وځپل.

د یو این ډي پي د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د کورونا وبا له پیل راهیسې افغانستان د نړیوالې سولې، دولت جوړونې، تروریزم سره د مبارزې برخو کې هم نه دی ځلیدلی.

په افغانستان کې کورونا د پسرلي له پیل راهیسې خپره شوې. د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه د شاوخوا ۳۳ زره کسانو د کوېډ ۱۹ په ناروغۍ د ککړیدا او نږدې ۱۵۰۰ نورو د مړه کیدو ویلي دي، خو اوس د نویو ناروغانو شمېرې د ګوتو حساب ته ټيټې شوې.

افغان حکومت هم د کورونا له کبله اوښتي مالي او ځاني زیانونه د اندېښنې وړ بللي خو ویلي یې دي چې د بې وزلۍ، بیکارۍ او نورو ستونزو کابو کولو لپاره یې لوی او واړه پروګرامونه تر لاس لاندې دي.