پر افغان سوله د سعودي کنفرانس؛ تاوتریخوالی د 'اسلامي اصولو خلاف' عمل دی

saudi

د عکس سرچینه، MWL

د عکس تشریح،

د افغانستان او پاکستان د عالمانو د کنفرانس پرېکړه لیک؛ د شخړې دواړه غاړې دې د وینې بهېدو پر درولو هوکړه وکړي

د مسجد الحرام امام او خطیب شیخ عبدالرحمن السدیس د رابطة العالَمُ الاسلامي سازمان په کوربتوب د افغانستان او پاکستان د عالمانو او چارواکو د کنفرانس ملاتړ کړی دی.

دا کنفرانس چې وړمه ورځ د رابطة العالَمُ الاسلامي سازمان په کوربتوب په سعودي عربستان کې جوړ شوی و او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد، په افغانستان کې یې د ولسي وګړو پرضد د تاوتریخوالي ډک اعمال د "اسلامي اصولو خلاف" عمل وګڼل.

ددې ناستې مشري د افغانستان د حج او اوقافو وزیر او د پاکستان د اسلام‍ي چارو او د دینونو د همغږۍ وزیر پرغاړه درلوده.

د یاد کنفرانس په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ شوی دی.

وړمه ورځ د اسلامي هېوادونو د اړیکو سازمان مشر ټینګار کړی و چې نور په افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه نه ده پاتې.

د جمعې په ورځ د مسجد الحرام امام او خطیب شیخ عبدالرحمن السدیس د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل:

"د مکې مکرمې په زړه، د مسجد الحرام او د سپېڅلې کعبې په ګاونډ کې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ټیکاو راتلو په تړاو د یوه تاریخ‍ي اسلامي کنفرانس کوربتوب او پالنه ده، چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو پکې ګډون وکړ.

عالمان په هېوادونو او ټولنو کې د شخړو په حل او سولې راوستلو کې لویه ونډه لري، د دوی په پرېکړه لیک کې افغانستان او سیمه کې د سولې، امنیت او ټیکاو راتلو لپاره ګټورې سپارښتنې شوې، الله تعالی دې زموږ مشرتابه ته - چې په سر کې یې خادم الحرمین الشریفین او ژمن ولیعهد دي - ددې نوښتګرو مبارکو هڅو خیر ورکړي او ددې کنفرانس په بډاینه کې دې خدای ګډونوالو عالمانو ته هم خیر ورکړي، چې د افغان شخړې د پای ته رسولو او امنیت او ټیکاو راتلو لپاره یې له هیلو ډکې سپارښتنې وکړې."

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې له هر ډول مذهب، ملت، تمدن او قوم سره تاوتریخوالی ناوړه عمل دی

د عکس سرچینه، MWL

د عکس تشریح،

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې له هر ډول مذهب، ملت، تمدن او قوم سره تاوتریخوالی ناوړه عمل دی

د مسلمانونو د یوه بل سپيڅلي ښار مدینې منورې په نبوي جومات کې هم دریځوال امام علي بن عبدالرحمن الحذیفي په ورته ټکو د جمعې ورځې خطبه کې د افغانستان د سولې د روانو هڅو د ملاتړ له ټکو سره دا ورغوټه کړه چې مذهبي مشران د شخړو په هواري کې تر بریده ډېر کار کولی شي.

که څه هم د نبوي جومات او حرم شریف د خطبو ټکي د سعودي عربستان له دولتي تګلارو راوځي او ددغه شاهي حکومت د نظر رنګ پکې وي خو په ټوله کې د جمعې او اخترونو دا وړ خطبې د نړۍ د مسلمانانو لپاره مهمې او د اورېدو وي.

سعودي سره له دې چې د سولې د روانو هڅو مهم لوبغاړی نه دی خو په یوه ډول غواړي ځان ګوښي ونه ساتي، ورسره افغان حکومت سره د ملګرۍ او اړیکو پاللو ته هم ولاړ دی.

تر دې وړاندې د مصر یوه مشر مفتي هم افغان جګړه بې موخې بللې وه او له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کړې وه.

افغان حکومت چې ظاهراً دغه ویناوې په ګټه دي هرکلی یې کوي خو طالبان د سعودي او مصر د دیني عالمانو پر ویناوو ډېره کله له څرګندونو په څنډه وي.

د رابطة العالم الاسلامي سازمان مشر شیخ محمد عبدالکریم العیسی وویل، نور په افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه نه ده پاتې

د عکس سرچینه، MWL

د عکس تشریح،

د رابطة العالم الاسلامي سازمان مشر شیخ محمد عبدالکریم العیسی وویل، نور په افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه نه ده پاتې

د رابطه عالم اسلامي سازمان په کوربتوب د مکې کنفرانس د ولسي وګړو د وژلو او ځانمرګو بریدونو په ګډون هر راز تاوتریخوالی او ترهګري وغندله.

وسله والو طالبانو په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړ. دغې ډلې ویلي یاد کنفرانس سیاسي اړخ لري او د افغانستان د دولت په سپارښتنه جوړ شوی دی.

روښانه نه ده چې طالبان به ددې کنفرانس د پرېکړه لیک پر سپارښتنو عمل وکړي او که نه.

په‌ پام کې ده چې په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو مذاکراتي ټیمونه یوځل بیا د سولې په تړاو مذاکرات پیل کړي.