عمران خان: طالبان وايي چې اشرف غني واکمن وي له افغان حکومت سره خبرو ته نه تیارېږي

PMO

د عکس سرچینه، PMO

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام د دغه هېواد کړکېچ ته حل موندل ستونزمن ښکاري.

عمران خان پرون اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو امریکا پر پاکستان فشار اچوي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي.

نوموړي زیاته کړه، اسلام اباد ته د طالبانو د مشرتابه پلاوي سفر پر مهال یې دا ډله هڅولې چې له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي، خو زیاته کړه، طالبانو ویل، ولسمشر غني په واک کې وي، دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته نه تیارېږي.

عمران خان امریکا تورنه کړه چې پاکستان یې د هغې ګډوډۍ ختمولو لپاره یواځې پرېښودلی چې افغانستان کې یې شل کلن حضور سره پرېښودلې ده.

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزي هم د تېرې جنورۍ وروستیو کې ویلي و که اشرف غني واک پرېږدي، دوی له نوي حکومت سره کار ته چمتو دي.

پخپله ولسمشر اشرف غني بیا بیا خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې واک نه پرېږدي، خو وارمخکې ټاکنو ته چمتو دی.

د عمران خان دا خبرې په داسې مهال دی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې قطر کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ځینې هېوادونو استازي د افغان کشالې پر کړکېچ پای ته رسولو بحث کوي.

دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب پلاوی هم ګډون لري.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

خو په دا مهال طالبانو د افغانستان مختلفو سیمو کې خپل بریدونه هم ډېر کړي او د دې ناستې بهیر کې یې د بدخشان او بغلان ولایتي مرکزونه هم ونیول.

دې سره وروستۍ یوه اونۍ کې د هغو ولایتي مرکزونو شمېر نهو ته ورسېد چې د طالبانو لاس ته لوېږي او ور سره وېره پیدا شوې چې دا ډله بیا پر افغانستان واکمنه شي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس دې پرمختګونو ته په اشاره وايي، داسې اټکل نشته چې طالبان افغان ځواکونه مات کړي.

ښاغلی پرایس زیاتوي، هر حکومت چې د ټوپک په زور واک ته رسېږي نړیوال ملاتړ او نړیوال رواتوب یا مشروعیت به ونه لري.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د ژورې اندېښنې سبب دی، خو افغان چارواکي باید کړکېچ ته حل لار پیدا کړي.