توماس نېکلسن: افغانستان کې بدلون باید د افغانانو په لاس له سوله ییزې لارې راشي

توماس نیکلسن

د عکس سرچینه، @tomas_niklasson

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی وايي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې بدلون باید په خپله د افغانانو په لاس د سوله ییزو لارو چارو په خپلو رامنځته شي.

توماس نیکلسون چې د سیمې هېوادونو ته د لیدنې لړ کې هند تللی وايي د طالبانو واکمنېدو را وروسته موده کې بشري حقونو په سیستماتیکه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

هغه له هندۍ رسنۍ "وینیو" سره مرکه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د پرېکړو پر وړاندې چې له مخې پر ښځو او نجونو بندیز لګول شوی، اروپايي ټولنه څه کولی شي وویل چې بدلون باید په خپله د افغانانو په لاس په سوله ییزه بڼه وي خو دوی یې شرایطو چمتو کولو مرسته کوي.

" یو ځل بیا وایم چې په سیسټم کې بدلون باید د افغانستان له داخله وي. اوږد تاریخ زموږ په مخ کې دی چې دپخواني شوروي اتحاد له یرغله پیلېږي. ځینې وايي وروستۍ بهرنۍ مداخلې له لارې له بهره د هېواد بیارغونه دوامداره نه وه او هغه څه چې موږ یې کولی شو، هغه داده چې افغانانو لپاره شرایط برابر کړو چې برخه واخلي او له سوله ییزو لارو له هېواده دننه د بدلون لپاره فشار راوړي".

د دې پوښتنې په ځواب چې د هند او د سیمې د نورو هېوادونو دا اندېښنې څومره پر ځای ګڼي چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي، ښاغلي نیکلسون افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژنې، د داعش خراسان ډلې بریدونو او د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اشارې وویل دې واقعیتونو ته په کتو خبره دا نه ده چې افغانستان به د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل شي ، بلکې اصلي موضوع داده آیا طالبان کولی شي اوسنی وضعیت بدل کړي.

توماس نیکلسن

د عکس سرچینه، @tomas_niklasson

" تر ډېره خبره داده چې آیا افغانستان دا وړتیا لري چې دا وضعیت چې لوی شمېر جهادي یا وسله والې ډلې هلته شته دي، بدل کړي؟ پر همدې مسله مې له هندي چارواکو سره خبرې کړي، دا د هند او نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره مهمه ده. موږ په امنیتي او د بشري حقونو برخو کې دغه راز په دې اړه چې د یوه ټول ګډونه حکومت لپاره هیڅ کوم بهیر نشته ګډې اندېښنې لرو".

د اروپايي ټولنې استازې دې لړ کې د روسیې، پاکستان سفارت او پر چینايي سوداګرو بریدونو ته اشاره وکړه چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی و.

بلې هندۍ رسنۍ هندوستان ټایمز د نوموړي له قوله د طالبانو ترمنځ اختلاف ته په اشارې لیکلي چې داسې نښې شته چې ښيي د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوندزاده او ورسره سخت دریځي عناصرو خپل اغېز پراخ کړی او ډېر واک لاس کې لري.

که څه هم د ځینو طالب مشرانو له څرګندونو د اختلاف خبره جوتېږي، خو طالبان خپلمنځي اختلافات ردوي.

حقاني: انحصار د منلو نه دی

حقاني

د عکس سرچینه، Taliban

په ورته مهال، د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلې طالبان له نړیوالې ټولنې سره په کړو ژمنه ولاړ دي او د دوی حکومت رسمیت پیژندلو ته دې پلمې نه لټول کیږي. نوموړي یوه وینا کې خپلمنځي اختلافاتو ته په اشارې ویلي انحصار او په خپله رایه ټينګار د منلو نه دی او د دوی واکمنۍ ګواښي.

سراج الدین حقاني پرون خوست کې یوې غونډې ته د انحصار او پر نورو د خپلې رایې په تپلو نیوکه کړې ده، خو هغه د چا نوم نه دی یاد کړی.

نوموړي ټينګار کړی چې طالبانو له نړۍ سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دوی د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره دې پلمې نه لټول کېږي.

خو نړیواله ټولنه بیا وايي طالبانو کړې ژمني نه دي عملي کړي او بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.