ترکیه وايي، ښايي له قطر او افغانستان سره په شریکه د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، که هوکړه وشي، هېواد به یې له قطر او افغانستان سره په ګډه د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي.
د اناتولیه خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي اردوغان دا څرګندونې انقرې ته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له هغه سفر وروسته کړې چې وړمه ورځ 'اکتوبر ۱۴ مه ' تر سره شو.
ښاغلی اردوغان په استانبول کې پرون جمعه خبریالانو ته وویل:
''هغسې چې تاسو ته معلومه ده، موږ د کابل هوايي ډګر اداره کاوه، امکان لري په راتلونکي کې هم ترکیه، قطر او افغانستان دغه چارې پر مخ یوسي. ''
ښاغلي اردوغان انقرې ته د طالبانو پلاوي سفر ته په اشارې سره ویلي، طالبانو ''د بشردوستانه مرستو '' او ''د نوې تګلارې فعالیت '' برخه کې غوښتنې درلودې، چې د ده په خبره:
''موږ به دې لړ کې د افغانستان د خلکو غوښتنو بشپړ ملاتړ وکړو. ''
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې ترکیې چارواکو ویلي و، د ناټو او امریکا سره په توافق به د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې چارو مسوولیت پر غاړه واخلي.
په زور د کډوالو شړل
بل لور د بشري حقونو مدافع فعالان وايي، ترک امنیتي چارواکي هغه افغان کډوال بېرته په زور ایران ته شړي چې د دې هېواد له لارې په غیر قانوني توګه د ترکیې له پولو تېرېږي.
دغه فعالان وايي، له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن له کبله د ترکیې امنیتي ځواکونه نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
د ترکیې او ایران تر منځ د پولې په سیمه کې له هغو شپږ افغان کډوالو چې پنځه یې بېرته ایران ته شړل شوي، مدني فعالانو ته ویلي، چې ترک ځواکونو دوی او د دوی مله وهلي ټکولي دي.
د دوی په وینا ترک ځواکونو ځینې کډوال دومره وهلي، ټکولي چې هډونه یې مات شوي دي.
د یادونې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په اړه د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وویل چې افغانستان کې وضعیت ته په کتو ښايي له افغانستانه کډوالي ډېره شي او هېواد به یې و نه شي کولای چې د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره مخامخ شي.
ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې له افغانستانه د کډوالو نوې څپه کولای شي چې پر اروپايي هېوادونو هم اغېز ولري او ټینګار یې وکړ چې شل صنعتي هېوادونه (جي - ۲۰) باید طالبانو ته د ټولشموله حکومت لارښوونه وکړي.