سرګي لاوروف: د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه اوسمهال غور نه کېږي

روسیه، سرګي لاوروف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یوې خبرې غونډې ته ویل چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع د میز پر سر نه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون شنبه (د سپتمبر ۲۵مه) وویل چې د نړیوالو له خوا د طالبانو پر رسمیت پېژندلو باندې اوس مهال غور نه کېږي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې ښاغلي لاوروف دغه څرګندوني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې خپل استازی نومونولی خو ښاغلي لاوروف په نیویارک کې یوې خبرې غونډې ته وویل اوسمهال د طالبانو په رسمیت پېژندلو پوښتنه د میز پر سر نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه نومولی خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازي غلام اسحاقزي هم غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د هغه کاري موده دې وغځول شي.

د امریکا، چین او شپږو نورو هېوادونو ترڅنګ روسیه د هغې کمیټې غړې ده چې په دې هکله به پرېکړه کوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي نور هېوادونه کولای شي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په بدل کې پر طالبانو فشار واچوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

ټاکل شوې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځیدلي حکومت استازی غلام اسحاقزی سبا دوشنبه (د سپتمبر ۲۷مه) دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي .

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړي چې د دغه سازمان ویاند سټیفان دوجاریک د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان استازی چې نوم یې د ویناوالو په نوملړ کې لیکل شوی غلام اسحاقزی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو غوښتنه کړې وه چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته دې اجازه ورکړل شي چې دافغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

په دې اړه پریکړه د ملګرو ملتونو هغه کمیټه کوي چې د روسیې امریکا او چین په ګډون نهه غړي لري او دغه کمیټه د معمول له مخې اکتوبر او یا هم نوامبر میاشت کې غونډې کوي.

امنیت شورا، ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

که څه هم طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي و چې ددوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته دې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا اجازه ورکړل شي، خو سبا دوشنبه د خبرو وخت د پخواني دولت استازي غلام اسحاقزي ته ورکړل شوی.

طالبانو ملګرو ملتونو ته په خپل لیک کې استدلال کړی چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دولت د استازي غلام اسحاقزي کاري دوره پای ته رسېدلې.

رویټرز خبري آژانس په دې تړاو په خپل رپوټ کې ویلي د عمومي ناستې له قانون سره سم، تر هغه چې د باورلیک کمېټې پرېکړه نه وي کړې، ښاغلی اسحاقزی به پر خپلې څوکۍ پاتې وي او له مخکې نه جوړ شوي پلان پر بنسټ ښاغلي اسحاقزي ته سبا دوشنبه چې د ناستې وروستۍ ورځ ده د وینا وخت ورکړل شوی دی.