ولسمشر غني ته د انټوني بلېنکن لیک؛ د نوي "ټولشموله حکومت" طرحه؛ ترکیه به د سولې د خبرو کوربه وي

ولسمشر غني او انټوني بلېنکېن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په یوه استول شوي لیک کې د افغانستان د راتلونکي اساسي قانون او دولتي جوړښت، د یو نوي ټولشموله حکومت او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند خبره کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال او د افغانستان د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون د دې لیک ترلاسه کول او پکې یاد شوي جزئیات تائید کړي.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د افغان حکومت مشرتابه، سیاسي او جهادي مشرانو ته په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت طرحه سپارلې ده.

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې پکې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړلیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري. نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

د انټوني بلېنکن لیک کې څه راغلي؟

زلمی خليلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې ویلي، د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

خو ښاغلی بلېنکن وایي، دا وړاندیزونه د امریکا لخوا کوم "امر" نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو بهیر چټک کړي.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه کوي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي، او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي.

ښاغلي بلېنکن پر ولسمشر غني غږ کړی چې پخپله دې غونډه کې ګډون وکړي او یا هم خپل یو نومول شوی استازی ور ولېږي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې امریکا په افغانستان کې د "درې میاشتني اورکم" پلان یا طرحه چمتو کړې، چې کولی شي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي.

په لیک کې ولسمشر غني ته سپارښتنه شوې چې هېواد کې د سولې او سیاسي جوړجاړي په تړاو باید د سلا مشورو لمن پراخه کړي او پر پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب رسول سیاف سربېره نور مشران دې هم په دې بحثونو کې شامل کړی شي.

د لیک په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې لا هم د راتلونکي اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان ځنډولی نه دی، او وېره یې ښودلې چې د امریکا له مالي ملاتړ سره سره هم ښایي وضعیت خراب شي او طالبان ښایي لا ډېرې سیمې ونیسي.

د دې ليک اصلي بڼه لاندې لوستلی شئ:

نامه
د عکس تشریح، د انټوني بلېنکن د ليک لومړۍ پاڼه
نامه
د عکس تشریح، د انټوني بلېنکن د ليک دويمه پاڼه
نامه
د عکس تشریح، د انټوني بلېنکن د ليک درېيمه پاڼه