امریکا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو هڅې کوي

khalizad

د عکس سرچینه، Getty images

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو نژدې په ټپه ولاړ بهیر د خوځښت په موخه افغانستان او سیمې ته تازه سفر پیل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د زلمي خلیلزاد په دې سفر کې د پرېکنده ډیپلوماسۍ په اډانه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو په موخه هڅې کېږي.

ښاغلي خلیلزاد د خپل دې سفر په اړه ویلي، هڅه کوي افغان شخړه په داسې بڼه پای ته ورسېږي، چې د افغانستان یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې لړ کې د منځنۍ او مرکزي اسیا هېوادونو او منځني ختیځ ته سفر وکړي.

په بیان کې په سوله ییزه توګه د افغان شخړې د پای ته رسېدو ټینګار شوی او ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به ددې سفر پرمهال قاطعانه دیپلوماتیکې هڅې وکړي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ به د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پخپله ښاغلي خلیلزاد د خپل دې سفر په اړه پر ټویټر لیکلي، دی به له ټولو افغان لورو او سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره د جګړې پای ته رسولو په موخه کار وکړي.

داسې پای چې د ده په وینا د افغانستان امنیت، یووالی، ‌ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي او د افغانانو د کړاو د ختم په معنا وي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر د جو بایډن هغه وینا هم خپره کړې چې د افغان سولې په تړاو قاطعانه ديپلوماتیکو هڅو کې د امریکا د ښکېلتیا خبره پکې شوې ده.

سیمې ته د ښاغل‍ي خلیلزاد دا سفر داسې مهال پیلېږي چې د طالبانو دوو پلاوو تهران او مسکو ته سفر کړی.

افغان حکومت وايي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې واک ترلاسه کړي، خو طالبان دا خبره ردوي او سوله ییز حل ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې را وړاندې شي.

ښاغلي غني ‌پرون (شنبه) د خوست هوايي ډګر پرانیستغونډې ته خبرو کې وویل، پکار ده د نورو جګړه ځپلو هېوادونو له تجربو درس واخیستل شي.

د ویډیو تشریح، ولسمشر غني په خوست کې:‌ طالبان سولې ته نه حاضرېږي

"چې سبا سره کېنو ولې نن نه کښېنو، ټول دې له سوریې، یمن، عراق الجزایر او لبنان نه درس واخلي، راشئ کښېنئ، که جګړې ته راغلئ، ملامتي به ستاسې پر غاړه وي".

د جګړې د ډګر په تودېدو سره که څه هم د سولې خبرې سړې شوې، خو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ لیده کاته دوام لري.

د دواړو لورو د تماس ډلې له خوا تېره اعلان شوې ناسته یوه اونۍ وړاندې وه خو تر اوسه په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه ښکاري.