شاه محمود قریشي 'د افغانستان وضعیت په هکله د خبرو لپاره' ایران او ترکمنستان ته تللی
- خدای نور ناصر
- بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو د سفر په لړ کې نن ترکمنستان او ایران ته تللی او هلته يې د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کړې دي.
تردې وړاندې پرون ښاغلي قرېشي په همدې ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان سفر هم کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي به د ایران له ولسمشر ابراهیم رييسي او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وويني او پر افغانستان به ورسره خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبره ښاغلی قرېشي تردې وړاندې ترکمانستان ته تللی وو او هلته يې د هغه هیواد له ولسمشر قربانګولي بېردي محمدوف او د بهرنیو چارو له وزیر رشید میردوف سره ملاقاتونه کړي او د افغانستان پر روان وضعیت يې ورسره خبري کړې دي.
تردې وړاندې پرون د شاه محمود قرېشي د افغانستان د دوو نورو ګاونډيو هېوادونو تاجکستان او اوزبکستان سفرونه کړي چې د چارواکو په خبره هلته يې هم د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کړې او د راتلونکي په هکله يې سره سلا مشورې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو تر سفر وړاندې ویلي وو، چې له ټولو ګاونډيو سره به د افغانستان په روانو حالاتو خبري کوي او دغو هېوادونو ته به د افغانستان په هکله د پاکستان دریځ ورسوي.
ښاغلي قرېشي په دې وینا کې ادعا کړې وه، دوی په افغانستان کې سوله غواړي او ددغه سفر موخه يې د افغانستان له ټولو ګاونډيو سره هلته د سولې، ټيکاو او یو ټولشموله حکومت لپاره ګامونه پورته کول دي.