نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر مرستندویه ادارو ته ورکوي

.
د عکس تشریح، نړیوال بانک به د دې پیسو ورکړې لپاره د بسپنه ورکوونکو اجازه اخلي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره یو شمېر مرستندویه ادارو ته د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونو ډالر ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د دوو سرچینو له خولې ویل شوي، د دې ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې لپاره دوه مرستندویه ادارې غوره شوې دي.‌

رپوټ کې راغلي د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) هغه ادارې دي‌ چې دا مرسته به ترلاسه کوي.

خو یادو ادارو ته به د دې پانګې له ورکړې مخکې د افغانستان بیا رغاونې صندوق (اې ار ټي ایف)، چې کنټرول د نړیوال بانک په واک کې دی، له ۳۰ بسپنه ورکوونکو اجازه اخیستل کېږي.

ویل کېږي چې امریکا د دې پرواګرام تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

د رویټرز په رپوټ کې د نړیوال بانک سرچینو په حواله ویل شوي، بسپنه ورکوونکي به په دې اړه د جمعې پر ورځ غونډه کوي.

له دې مخکې سرچېنې رویټرز ته ویلي وو، د دې صندوق له یو نیم میلیارد ډالرو کنګل شوې پانګې مرستندویانو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ورکولو پر موضوع د خبرو لپاره د نړیوال بانک بورډ مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ غیر رسمي غونډه کړې.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له دې مخکې خبرداری ورکړی چې سږنی ژمی به په افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخ شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې دي.

اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي. بل لور د امریکايي بندیزونو له کبله افغانستان ته د نغدو پېسو لېږدولو او کارولو لړ کې ستونزې هم پر ځای پاتې دي.