د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو هېواد ته د بېرته ستنېدو او "جرګې" رابللو طرحه رد کړه

  • نور سعید
  • بي بي سي
مقاومت

د عکس سرچینه، Mohaqeq/FB

د افغانستان نجات لپاره د ملي مقاومت شورا په نامه سیاسي بهیر د طالبانو له لوري د "جرګې" د جوړېدو ممکنه طرحه او هېواد ته د سیاسي شخصیتونو د ستنولو کمیسیون رد کړي دي.

دې شورا د طالبان حکومت لخوا پلان شوې "جرګه" چې طالبان یې د افغانانو مجمع بولي، "تش په نامه لویه جرګه" بللې ده.

د افغانستان نجات لپاره د ملي مقاومت شورا یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې پر ورځ خپره شوې، د دې جرګې جوړولو او هېواد ته د سیاسونو د ستنولو دواړه هڅې د ولس ټولیز شعور او سیاسي شخصیتونو ته سپکاوی بللی او دا د طالبانو (جنایتونو) کې یې د دوی شریکولو هڅه ګڼلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، دا بل لور ته د نړیوالو د پام اړولو یوه هڅه ده، چې دوی یې په کلکه ردوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د "انتقالي حکومت" رامنځته کولو او "ټولټاکنو" له لارې د افغانستان له کشالې د وتلو لپاره رښتینې لار غوره کړي.

د یادونې ده، چې طالبانو د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د " افغانانو یوې مجمع" رابللو خبره وکړه.

د افغان رسنیو په وینا طالبانو د دې "مجمعې" لپاره مشخص نوم نه دی یاد کړی، خو د اټکل له مخې ویل شوي، داسې ګومان کېږي چې دا به د لویې جرګې په بڼه یوه غونډه وي.

طالبانو دغه راز د مارچ میاشتې په نیمايي کې له افغان سیاسي شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته ستنېدو ته د هغوی هڅونې لپاره د یوه کمېسیون جوړولو خبره هم وکړه.

د طالبانو کابینې په غونډه کې د دې کمېسیون جوړلو پرېکړه وشوه، چې هدف یې له هغو مخالفو سیاسي څېرو سره د اړیکو ټینګول بلل کېږي چې ډېری یې پر کابل د طالبانو له کنټرول وروسته له هېواده وتلي دي.

د طالبانو حکومت کې د معادن او پیټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ته د دې کمېسیون مشرتابه چارې سپارل شوې دي.

بل لور همدا تېره اونۍ د ترکیې په انقره کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو د افغانستان نجات عالي شورا په نامه یو سیاسي بهیر رامنځته کړ، چې د طالبانو یو شمېر مخالف افغان سیاسیون پکې شامل دي او اوس یې د طالبانو له دې وروستیو اقداماتو سره مخالفت څرګند کړی.

د یوې سرچینې په وینا په دې بهیر کې د حزب اتحاد اسلامي مشر عبدرب رسول سیاف، د جنبش ملي ګوند او پخواني افغان ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم، وحدت اسلامي حزب مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د ملي شورا پخوانی مشر میررحمان رحماني، د ننګرهار یو پخواني جهادي قومندان حضرت علي، په لندن کې پخوانی افغان سفیر احمد ولي مسعود، د افغان ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني د دې بهیر په تاسیس غونډه کې ګډون کړی و.

سیاسي څېرې

د عکس سرچینه، SM

هغې غونډې کې پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل او د بهرنیو چارو پخواني افغان وزیر صلاح الدین رباني خپل استازي استولي وو.

ویل کېږي، غونډه د عبدالرشید دستم په کوربتوب جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د طالبانو لپاره د "بدیل جوړښت" پر رامنځته کولو هم هوکړه شوې.

دهغې غونډې یوه ګډونوال حضرت عالي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي و، چې افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او له طالبانو سره د خبرو لپاره یې ۲۵ کسیزه شورا جوړه کړې ده.