اولمپیک نړیواله کومېټه له افغان ورزشکارو سره مالي مرستې کوي

د اولمپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ وايي، طالبانو د دوی د مرستو هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د اولمپیک نړیوالې کومېټې مشر توماس باخ وايي، طالبانو د دوی د مرستو هرکلی کړی

د اولمپیک نړیواله کومېټه له افغانستانه د نژدې ۳۰۰ ورزشکارو ایستلو له همغږۍ وروسته وايي، په هېواد کې له پاتې ورزشکارو سره مالي مرسته کوي.

د اولمپیک نړیوالې کومېټې مسوولین وايي، په افغانستان کې له پاتې ورزشکارو سره به د ژمي رارسېدو له کبله نژدې ۵۶۰ زره ډالره مرسته وکړي.

د اولمپیک نړیوالې کومېټې مشر توماس باخ په دې هکله وايي: ''زموږ د محتاطانه پالیسۍ له برکته طالبان د اولمپک کومېټې هغو غړو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د اولمپیک کمېټې له لوري استول شویو مرستو ته اجازه ورکوي او هرکلی یې کوي. ''

ښاغلي باخ د اولمپیک نړیوالې کومېټې اجراييه پلاوي له دوې ورځنۍ غونډې وروسته دا څرګندونې کړې دي.

په یاده غونډه کې د نژدې دوه زره افغان ورزشکارو لپاره چې د اولمپیک او پارااولمپيک غړي دي، د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمشنرۍ له لارې د ۵۶۰ زره ډالرو مرسته منظوره شوې ده.

د یادونې ده، چې د تېر اګست میاشت کې چې افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړ، نژدې ۳۰۰ افغان ورزشکاران، د دوی روزونکي او د سپورت چارو کارکوونکي له افغانستانه ایستل شوي دي.

د دې کسانو لپاره د اولمپیک نړیوالې کمېټې له بېلا بېلو غړو هېوادونو د بشر دوستانه همکارۍ لړ کې د سفر ویزې ترلاسه کړې دي.

د ویډیو تشریح،

د افغان سوکوهونکو برخليک

افغانستان کې پر واګو د طالبانو له ولکې سره د بېلابېلو لوبو او سپورټ برخليک هم تت او ناروښانه دی.

له دې مخکې د نهو افغان سوکوهونکو يوه ډله او د دوی روزونکی او د افغان سوکوهنې فدراسيون يو جګپوړی چارواکی د سوکوهنې له یوې نړيوالې سیالۍ وروسته د پنا اخيستو په لټه کې سربیا کې پاتې شوي.

دا اتلولي چې د نومبر پر ۶ مه بېلګراډ کې پای ته ورسېده، د افغان سوکوهنې دا ۱۱ کسيزه ډله هم ورسره سربيا کې پاتې شوه.

د افغان سوکوهونکو ډله اوس وايي غواړي داسې ځای کې وي، چې د سياليو لپاره ځان روزنه وکړی شي او هم له وېرې پرته ژوند او استوګنه ولري.