طالبانو او امریکا د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
سولې تړون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر او د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد هوکړه لاسلیک کړه

افغان طالبانو او امریکا نن شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

دې غونډې ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویناوې وکړې. هوکړه لیک د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له خوا ملا برادر لاسلیک کړه.

ملا برادر غونډې ته وینا کې وویل، طالبان د دې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي. ده هیله وښودله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانان د اسلامي نظام په سېورې کې د ارام سا واخلي.

ده له ټولو افغان اړخونو وغوښتل چې په صادقانه ډول د "خپلواک قوي اسلامي" نظام لپاره د مذاکراتو میز ته را وړاندې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دې غونډې ته وویل چې امریکا، نړیواله ټلواله، افغان حکومت، افغانان، افغان سیاستوال او طالبانو ته په کار دي چې د سولې لپاره جدي کار وکړي او قرباني ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل افغان حکومت اوس د ۲۰۰۱ کال حکومت نه دی او طالبانو ته په کار دي چې ښځو او نجونو لپاره چې کوم پرمختګونه شوي هغو ته دوام ورکړي.

ښاغلي پمپیو وویل بریا هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې افغانانو په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي او د امریکا لپاره به بریا هغه وخت وي چې نور پر امریکایانو او نورو متحدینو بریدونه ونه شي. خو د خپلو خلکو د خوندي ساتلو لپاره هر هغه ګام پورته کړي چې اړتیا یې وي.

سوله
د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل سوله قرباني غواړي

د دې هوکړې له لاسلیک سره د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده یو پيغام خپور کړ، چې ځینې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې له امریکا سره هوکړه "فتح او الهي نصرت" بللی او دايي له "شرعي اصولو او نړیوالو معیارونو" سره سمه بللې ده.

د طالبانو مشر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې ټولو "مجاهدینو" ژمنه کړې چې د دې هوکړې عملي کول لازمي دي او هیڅوک دې ترې سرغړونه نه کوي.

مولوي هبت الله ویلي له امریکا سره هوکړه په کور دننه اړخونو ته دا پيغام ورکوي چې " موږ د یوه معقول او عادلانه حل لپاره چمتو یو. "په دې پيغام کې د "عادلانه او واقعي اسلامي نظام" یادونه شوې چې په سېوري کې به یې د ښځو په ګډون ټولو ته حقونه ورکول کیږي.

د طالبانو مشر، د ده په وینا ټولو هغو کسانو ته چې د طالبانو په مقابل کې درېدلي، د عفوې اعلان کړی دی. مولوي هبت الله پر طالبانو غږ کړی چې بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د "اسلامي نظام د قیام لپاره" خپل صفونه نور هم منظم کړي چې له "احتمالي خطرونو" سره د مقابلې لپاره چمتو وي.

سوله

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح، په انګلیسي ژبه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې وروستی مخ چېرته لاسلیکونه شوي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مهم ټکي

۱. د افغانستان خاوره به د امریکا او د امریکا د کوم بل اتحادي پر ضد نه کارېږي، او دې هوکړه کې په دې تړاو تضمین او د عملي کولو مېکانیزم یاد شوي دي.

۲. له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تضمین او د دې چارې د عملي کولو مېکانیزم په دې هوکړه کې یاد شوی. د ټولو بهرنیو ځواکونو او له د پلوماتانو پرته به نور ټول خدماتي او امنیتي پرسونل په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

۳. کله چې پورته دواړو برخو کې د نړیوالو شاهدانو پر وړاندې تضمین ورکړل شي او اعلان وشي، د طالبانو اسلامي امارت، چې امریکا یې د یو دولت په توګه نه پېژني او طالبان یې بولي، له افغان حکومت سره د راتلوکې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه به خبرو ته کېني.

۴. په بین الافغاني مذاکراتو کې به بشپړ او دایمي اوربند په اجنډا کې وي، او دواړه خواوې به یې پر مېکانیزم خبرې کوي.

د هوکړې په متن کې راغلي چې په خپلمنځي خبرو کې به پر اوربند له سلا وروسته "د افغانستان د راتلونکي سیاسي نقشې له بشپړېدا او توافق سره یو ځان اعلانیږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، افغان حکومت د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې د ځینو برخو په اړه ملاحظې لري، خو وروسته به یې طالبانو سره مخامخ خبرو کې مطرح کړي.

تر ده وړاندې د افغان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب هم همدا خبره کړې وه، او د بېلګې په توګه یې په هوکړه لیک کې د (افغانستان اسلامي امارت) اصطلاح کارولو ته اشاره کړې وه.