"نړیوال بانک د افغانستان پنځه سوه میلیونه ډالره کنګل شوې شتمني مرستندویه ادارو ته سپاري"

  • سمیع الله موسی‌ زی
  • بي بي سي، لندن
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

نړيوال بانک د داسې يوې طرحې د جوړولو په وروستي پړاو کې دی، چې پربنسټ به يې افغانستان سره پنځه سوه ميليونه ډالره کنګل شوې مرسته، د مرستندويه ادارو په واک کې ورکړل شي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله وايي، د نړیوال بانک ویاند تایید کړې ده چې د دې بانک اجرائیه بورډ سې شنبه غونډه کوي او په دې غور کوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق پیسې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټونو ته ورکړي، خو ملګرو ملتونو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په رپوټ کې راغلي، دوی به پر هغه وړاندیز غور وکړي چې تېرو اونیو کې د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کتنو کې چمتو شوی دی.

پر دې به هم غور وشي، چې څنګه د افغانستان د بیارغاونې له صندوق نه پنځه سوه ملیونه ډالره بشري مرستو ته ځانګړې کړي.

د افغانستان بیارغونې صندوق یو ملیارد او پنځه سوه ملیونه ډالره لري.

سرچینو د دې خبر په تایید رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې پیسو لویه برخه به روغتیايی مرستو ته ځانګړې کړل شي.

دې خبري اژانس د افغان کارپوهانو له قوله ویلي چې دا مرستې به ډېرې ګټورې وي خو سرچینو ورته ویلي چې تر اړمنو خلکو رسولو کې به ستونزې وي.

یوه ستونزه د امریکا له خوا پر افغانستان لګول شوي مالي بندیزونه دي او داسې یوه لاره باید ولټول شي چې هغه مالي بنسټونه چې دا مرستې تر افغانستانه رسوي د امریکا د دې بندیزونو تر اغیز لاندې رانه شي او بل دا چې پر دولتي کارکوونکو تمرکز نه وي.

د دې مرستو ډېره برخه په درملو لګول کېږي، خو د اوس لپاره له دې پیسو د ښوونکو او د نورو حکومتي کارکوونکو معاشونه نه ورکول کیږي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي خو امریکا یې له ازادولو بیا انکار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي خو امریکا یې له ازادولو بیا انکار وکړ.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا مالیې وزارت ډاډمنوونکي پيغامونه ورکړي چې له مخې یې بانکونه کولی شي د بشري مرستو لپاره مالي چارې ترسره کړي خو سرچیني وايي بیا هم د دې بندیزونو په اړه اندېښنه شته چې ښايي د بشري مرستو لکه خوړو او درملو د استولو مخه ونیسي.

بل لورته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پر ټویټر یوه بیان کې ویلي اوس دې هېواد کې له هرو دوه یو تن نه پوهیږي چې بل وخت خواړه به له کومه کړي. دا بنسټ دغه راز وايي چې افغانستان کې له هرو څلورو میندوارو میرمنو او له هرو دوو ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د د دې بنسټ د بشري مرستنې د همغږۍ څانګې مشرې ایزابیل کارلسون ویلي باید پرې نه ښودل شي چې د بې وزلۍ او لوږې له امله لا ډېر خلک کډې کولو ته اړ شي .

افغانستان کې همدا اوس هوا ډېره سړه شوې او ځینو سیمو کې واوره هم اورېدلې ده، ګڼ شمیر کورنۍ چې له وړاندې بې ځایه شوي دي سرپناه نه لري.

تېره اونۍ ملګرو ملتونو ویلي وو هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې ترلاسه کړې له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې د ژمي موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه.

د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې ده.