ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د پخلاینې لپاره ګامونه واخیستل شي
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، په دغه هېواد کې دې (د پخلاینې او ټولشمولیت) لپاره ګامونه واخیستل شي.
اغلې لاینز دغه څرګندونې نن (سې شنبه/مې ۱۷، غویی ۲۷) کابل کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو پر حکومت نېوکه دا ده چې له لویه سره یې پر ټولو مهمو څوکیو او وزارتونو طالبان او یا هم د دوی ملاتړي ګومارلي دي. طالبانو ژمنه کړې وه داسې حکومت به جوړوي چې د ټولو سیاسي ګوندونو او قومونو استازولي وکړي.
اوس له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، ټولې سیاسي ډلې له واک شړل شوې دي.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "یوناما به ټولې هغه لارې چارې ولټوي چې د افغانانو حقونه پرې خوندي کړي".
د یوناما پر ټوېټر پاڼه دا هم ویل شوي چې اغلې لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د ښځو پر زدکړو او حقونو خبرې کړې دي او په پنجشیر کې یې د (اندېښمنوونکو رپوټونو) په اړه هم بحث کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Twitter پای, 1
په وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې طالبانو په پنجشیر کې له ولسي خلکو سره زور زیاتی کړی دی خو طالبان دا ډول رپوټونه نه مني.
په همدې حال کې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي اغلې لاینز دې لیدنه کې غوښتي چې "د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ لپاره به ګډې هڅې کوو او د یوه مېکانیزم له لارې به راتلونکې مسائل مخته وړو."
ښاغلي متقي بیا دیبورا لاینز ته یادونه کړې چې ملګرو ملتونو او نړۍ ته افغانستان کې د امنیت د ټينګښت، د فساد او اختلاس د مخنیوي او د داعش او نشه يي توکو د له منځه وړلو پرمختګونه "په جدي او واقعي ډول سره ورسوي."
دا لیدنه داسې مهال شوې چې د طالبانو لخوا افغانستان کې پر ښځو د ځینو محدودیتونو د لګېدو له کبله نړیوالې ټولنې سره د دوی له پخوا سړې اړیکې لا پسې ترینګلې شوې.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت غواړي چې افغانستان کې دې له ښځو سره سختي نه کوي.
د دوی غوښتنه دا ده چې د ښځو لپاره د حجاب د جبري کېدو او له محرم پرته له هېواده بهر د هغوی پر سفر لګېدلی محدودیت دې پای ومومي او له شپږم ټولګې پورته دې د نجونو ښوونځي ژر پرانیستل شي.