ملګرو ملتونو د طالبانو پر مشرانو د سفر لګېدلي بندیزونه د دریو نورو میاشتو لپاره نرم کړي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو شمېر طالب چارواکو د سفرونو بندیز معافیت، د دريو نورو مياشتو لپاره غځولى.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د طالبانو د حکومت مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او یوشمير نورو طالب چارواکو لپاره، چې پر سفرونو يې بنديزونه لګېدلي، وړاندې د سفر ورکړل شوې درې مياشتنې اجازه پاى ته رسېږي.

یو شمېر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې د هوکړې له مخې دغه بندیزونه باید درې میاشتې مخکې لېرې شوي وای، خو په وینا یې: ''دا موضوع باید پخوا حل شوې وای، خو اوسې چې دې مسأله کې سهولت راځي، موږ یې هرکلی کوو او د دې یندیزونو له منځه وړل غواړو. ''

په تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځینو طالب مشرانو نومونه داسې لېستونو ته شامل کړي چې له مخې یې دا کسان د سفر اجازه نه لري‌ او ګڼ نور بندیزونه هم پرې لګېدلي.

همدا راز د امریکا حکومت هم وخت نا وخت د ځینو طالب مشرانو د نیولو لپاره د مرستې په بدل کې د نغدي جایزو اعلانونه کړي دي.

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو د طالبانو پر ځینې مشرانو د سفر بندیزونه لګولي.

له امریکا سره د خپلمنځي مذاکراتو په اوږدو کې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې مشران یې باید له دې لېستونو و ایستل شي.

د افغانستان پرځول شوي حکومت بیا ټینګار کاوه چې د سولې خبرو د بریا لپاره باید د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې پاتې شي، ځکه همدا فشار ښایي یاده ډله خبرو او جوړجاړي ته چمتو کړي.‌

د دواړو خواو ترمنځ د دوحې تړون کې هم د دې لېستونو یادونه شوې ده،‌ او طالبان تینګار کوي چې د یاد تړون له مخې یې باید د مشرانو نومونه نور په تورو لېستونو کې نه وي.