د افغانستان د ګاونډیانو ګډه اعلامیه: پراخ سیاسي جوړجاړی د افغان کشالې د حل یوازینۍ لار ده

غونډه

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi

د عکس تشریح،

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چارشنبه تهران کې غونډه وکړه

د ایران پلازمېنې تهران کې د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ختمه شوه.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د یو پراخ بنسټه سیاسي جوړښت رامنځته کېدل په افغانستان کې د اوسني بحران د حل یوازینۍ لاره ده.

ګاونډیو هېوادونو همدا راز له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

په یاده غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: ''موږ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړو چې امریکا او ناټو ته نظامي اډه ورنه کړي.''

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلی لاوروف د خبرو هغه برخه په خپل رپوټ کې راخیستې چې وايي: ''روسیه نه غواړي پر هیچا خپل سپارښتنې او توصیې وتپي، پر دې سربېره تاریخ خپله د ستونزو د حل لپاره ګټورې لارې وړاندې کوي.''

نوموړي زیاته کړه: ''مهمه ده چې د امکان تر حده د هېواد اصلي قومي او سیاسي ګټې په نظر کې ونیول شي، له همدې امله موږ په غوڅ ډول او پرلپسې په افغانستان کې د یوه رښتیني ټولشموله حکومت ملاتړ کړی.''

د غونډې نورو ګډونوالو څه وویل؟

لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سرګي لاوروف د افغانستان له ګاونډیو غوښتي چې امریکا او ناټو ته پوځي اډې ورنکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي غونډې ته وویل، طالبان یو حقیقت دی او باید تعامل ورسره شي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره باید له دې هېواد سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه همدا راز پر طالبانو غږ وکړ چې باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاورو پر ضد وکاروي.

بل لور د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یې دې غونډه ته وویل، طالبان له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته لېوال دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د ګاونډیانو راتلونکې غونډه به په چین کې وشي. د چین بهرنیو چارو وزیر په یوه ثبت شوي ویډیويي پیغام کې وویل: ''چین به یوه مناسب وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د کنفرانس کوربتوب وکړي.''

نوموړي دغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

خو همدې ناستې ته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي، هېواد به یې هېڅکله هم افغانستان کې د زور له لارې تپل شوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

نوموړي ټینګار وکړ چې تاجکستان په دې سختو شرایطو کې د افغانستان خلک یوازې نشي پرېښودلی.

د طالبانو هرکلی او د ګوتیریش خبرداری

Amir Khan Muttaqi

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو د ایران په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو وايي، دوی د دې ناستې هرکلی کوي. دغه ډله وايي، دوی هیله من دي چې دا غونډه به د افغانستان، بشري، اقتصادي او نورو ستونزو ته د حل لارو چارو موندلو کې مرستندویه ثابته شي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش خپل ویډیويي پیغام کې دې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې ''افغانستان له یوه بشري بحران سره مخامخ دی او چټک اقدام ته اړتیا لري.''

ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ''له بشري حقونو د سرغړونو او بریدونو'' په اړه اندېښمن دی او غوښتنه یې وکړه چې ''له ترهګرۍ او نشه يي توکو د چاقاق پرضد مبارزه وشي.''

ایراني چارواکو مخکې ویلي و، د غونډې پرانیسته به د دې هېواد ولسمشر ایراهیم رئیس کوي، خو نن د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان وویل، د یوه بل لومړیتوب رامنځته کېدو له کبله دا چاره د ایراني ولسمشر لومړي مرستیال ته وسپارل شوه.

دغه غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان بهرنیو چارو وزیران ګډون درلود او د چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په کې له انلاین لارې برخه اخیستې وه.