سوختوک برېښنا بند کې درز؛ چارواکي وایي د نړېدو خطر یې نشته

سوختوک بند

د عکس سرچینه، Sayed Anwar Rahmati

د عکس تشریح، سوختوک بند ۷۰۰ کیلوواټه بریښنا تولیدولی شي.

د افغانستان د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني خواله رسنیو کې دا رپوټونه ردوي چې دغه ولایت کې سوختوک برېښنا بند د درز له امله له نړېدو سره مخ دی.

سوختوک برېښنا بند د روانې میاشتې اپرېل پر اتمه ګټې اخیستلو ته وسپارل شو، خو لا یې رسمي پرانیسته نه ده شوې.

خو له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې دا خبره لاس په لاس کېږي چې سوختوک بند کې له رسمي پرانیستې مخکې درز پیدا شوی او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

یو انلاین ځايي تلوېزون یوه رپوټ کې وايي سوختوک بند بیا درز کړی دی:

"تېر کال یې چې درز کړی و، د ولسمشرۍ د تخنیکي ډلې تر ارزونې وروسته ورغول شو او ټاکلې ده چې دا بند راتلونکو اونیو کې د ولسمشر له خوا پرانیستل شي، خو له پرانیستې مخکې یې بیا درز کړی دی، چې خلک ورته اندېښمن دي."

دغه رسنۍ داسې انځور هم خپروي چې پکې د بند دېوال په سیمټو بیا رغول کېږي او یو کس پرې اوبه اچوي.

چارواکي څه وایي؟

Bamyan tv

د عکس سرچینه، Bamyan tv

د عکس تشریح، خواله رسنیو کې د سوختوک بند دا انځور ډېر شریک شوی دی.

د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني د بي بي سي خبریال احمد شفايي سره خبرو کې دې بند کې تخنیکي ستونزې مني، خو وايي، دومره نه دي چې له امله یې دا بند ونړېږي.

"د درز خبره هغه کسان کوي چې تر ډېره مدني فعالان دي او دا بحث دوه کاله مخکې هم و. د ځايي ادارې په غوښتنه هغه مهال ارګ یو تخنیکي پلاوی را ولېږه، چې د دې بند وضعیت وارزوي، دغه پلاوي اتلس تخنیکي ستونزې وپېژندلې خو ډاډ یې را کړ چې دا تخنیکي ستونزې لویې نه دي بلکې اوارېدلی شي. "

نوموړی وايي، شرکت د دې ستونزو په اوارولو کار کوي خو دا تور ردوي چې دا بند به د تخنیکي ستونزو له امله ونړېږي.

د ښاغلي روزګاني په خبره، یوه نیمه میاشت کېږي چې دا برېښنا بند په ازمایښتي ډول ښار ته برېښنا ور کوي.

خو زیاتوي چې لا هم دا برېښنا بند له اړوند ساختماني شرکت تحویل شوی نه دی.

د دایکندي برېښنا شرکت څانګې مشر قربانعلي مصدق هم دا رپوټونه ګنګوسې بولي چې سوختوک بند د نړېدو له خطر سره مخ دی.

ښاغلی مصدق زیاتوي، دې بند کې له دوو کلونو راهیسې اوبه ټولېږي او تراوسه دې بند کې هیڅ ستونزه نه ده پیدا شوې او د برېښنا شرکت تخنیکي پلاوي یې هم پیاوړتیا تایید کړې ده.

د نوموړي په خبره، د دې بند برېښنا تولید په دودیز ډول اوس هم روان دی.

د سوختوک جوړښت

سوختوک د اپرېل لومړیو کې ګټې اخیستلو ته وسپارل شو.

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، سوختوک د اپرېل لومړیو کې ګټې اخیستلو ته وسپارل شو.

د افغانستان بریښنا شرکت د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې وویل، سوختوک برییښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې ادارې په خبره، سوختوک بند د ۷۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید توان لري او دا مهال د ولایتي مرکز نیلي ښار زر کورنۍ له دغې بریښنا ګټه اخلي.

سوختوک بریښنا بند په درې سوه متره لوړوالي په ولایتي مرکز نیلي ښار کې د لذیر سیند پر اوبو د ۴ اعشاریه نهه میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

له کمال خان او شورابک بندونو وروسته سوختوتک دریم بند دی چې پر ۱۴۰۰ لمریز کال ګټې اخیستلو ته تیارېږي.

د افغانستان د رسنیو مرکز وايي، تمه ده چې سږکال په هېواد کې پر ۴۴ لویو او وړو بندونو کار وشي، چې پکې د ۴۴ بندونو د برېښنا انرژۍ د تولید ظرفیت ۹۷ میګاواټه اټکل شوی دی.