بلېنکن: که طالبان په رسمیت پېژندنه غواړي نو باید خپله تګلاره سمه کړي

بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي که طالبان غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي.

نوموړي یوې خبري ناستې ته وینا کې د ۲۰۲۲ کال لپاره پر خپلو لومړیتوبونو او تګلارو رڼا اچوله او زياته يې کړه چې په يو لړ لارو غور کوي چې له مخې يې وکولی شي د افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ورپيچکاري کړي خو ټينګار يې وکړ چې له داسې لارو به دا مرستې کوي چې طالبان ترې ګټه پورته نشي کړی.

د امریکا د بهر نیو چارو وزیر ویلي پر طالبانو به بندیزونه ترهغه پر ځای وي ترڅو هغوې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او افراطیت سره مبارزه ده، پر ځای کړي.

ښاغلي بلېنکن ویلي چې امریکا افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ازادولو کې هم مهم رول درلورد. نړیوال بانک دغه ۲۸۰ میلیونه ډالره د خوراک نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) او د ماشومانو صندوق یونیسف ته ورکړې چې د اړو افغانانو مرسته پرې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ټول نفوس نژدې نيمايي وګړي د سږني ژمې په ترڅ کې د خوړو له کموالي سره مخ دي، که مرستې و نه رسېږي، له سختې لوږې سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د بريتانیا د وسله وال ځواک پخواني مشر جنرال نیک کارټر بيا ویلي د افغان ولس لاسنیوي لپاره اړینه ده، چې لوېدیځ له طالبانو سره راکړه ورکړه او تعامل وکړي.

جنرال کارتر د بي بي سي راډیو ۴ سره خبرو کې دا ټینګار هم کړی، طالبان باید قانع کړل شي، چې د خپل حکومت اوسنۍ بڼه او تګلارو کې بدلون راولي او یو تولګډونی حکومت جوړ کړي. د نوموړي په وينا، د طالبانو اوسنی حکومت، چې ټولې چارې یې یوازې له دوی سره دي د اندېښنې وړ یوه مسله ده.

د تېر کال د اګست له ۱۵ راپدېخوا چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلې امريکا د افغانستان بانکې زیرمې چې ډېره برخه یې په امریکایي بانکونو کې دي، کڼګل کړي، چې ورسره افغانان له زیاتو اقتصادي ربړو سره مخ شوي.