"طالبانو پاکستان کې د افغانستان استازولیو ته خپل دیپلوماتان استولي"
د افغانستان د پرځول شوي حکومت دیپلوماتیکو سرچینو بي بي سي ته ویلي، طالبانو پاکستان کې د افغانستان څلورو دیپلوماتیکو استازولیو ته خپل دیپلوماتان استولي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، دې کسانو کې په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت لپاره لومړی سکرتر او همدا راز په پېښور، کوټه او کراچۍ کې د افغانستان قونسلګریو لومړي سیکرتران شامل دي.
سرچینې ویلي، د دې کسانو لپاره پر دیپلوماتیکو پاسپورټونو د پاکستان ویزې هم لګول شوې دي.
بي بي سي په دې اړه له افغان طالبانو وضاحت وغوښت خو د دې ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یې په ځواب کې وویل، 'په دې اړه مالومات کوي'.
بي بي سي په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عاصم افتخار احمد نه هم مالومات وغوښتل خو ځواب یې ورنکړ.
په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت ویاند عادي بهار بي بي سي ته ومنله چې د دیپلوماتانو په اړه احوال ورکړل شوی خو ديپلوماتان نه دي ورغلي.
خو ځیني نورې سرچینې وايي چې اسلام آباد کې د سفارت لومړي سیکرتر د اکتوبر په ۲۵مه، کوټه کې د قونسلګرۍ لومړي سیکرتر د اکتوبر په ۲۶مه او پېښور کې د قونسلګرۍ لومړي سیکرتر نن چهارشنبه د اکتوبر په ۲۷مه کار پیل کړ.
یوې سرچینې ويلي دغه دیپلوماتان د تورخم له لارې پاکستان ته تللي دي.
په اسلام آباد کې ځیني پخواني ديپلومات وايي دوی به چې کله په پاکستان کې د ديپلوماتو په توګه وګومارل شول نو په څو میاشتو کې به د پاکستان لخوا ویزې ورکول کېدې خو ''طالب دیپلوماتو ته د ډېر ژر د پاکستان ویزې ورکړل شوې دي. ''
طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر پلازمېنې کابل ولکه وکړه او دا مهال پر ټول افغانستان واکمن دي.
دې ډلې په تېره سپتمبر میاشت کې د ملا حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه او حکومت هم اعلان کړل.
تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد افغانستان کې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو د یادونې ده چې پاکستان د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو په ډله کې دی چې دا مهال په کابل کې فعال سفارت لري.
د پاکستان حکومت همدا راز له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او د لومړي وزیر عمران خان په ګډون جګپوړي چارواکي یې تل پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له طالبانو سره اړیکې ښې کړي.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په کلونو کې هم پاکستان د هغو ۳ هېوادونو له ډلې و چې هغه مهال یې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و.