حامد کرزي: نجونو ته دې د زدکړو اجازه ورکړل شي او "ملي ډیالوګ" دې پيل شي

کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروزاې پرانیزې.

ښاغلي کرزي پر ټویټر د پيغامونو یوه لړۍ کې د نوي کال او "دودیز میلې" د مبارکۍ ترڅنګ پر طالبانو غږ کړی چې ښځو د کار اجازه هم ورکړي.

حامد کرزي لیکلي "هیله لري اسلامي چارسمبالی حکومت د نوي لمریز کال له پیل سره سم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او کار ته د ښځو بېرته ستنېد لارې چارې برابرې کړي."

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو له ښوونځیو را وګرځولې، وروسته یې د دوی پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلي او څو میاشتې وړاندې یې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

له څو ادارو پرته نورو دولتي ادارو کې هم ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي خو طالب چارواکي وايي ښځې به تر هغه چې د مناسب چاپيریال برابریږي پر کور وي او دوی به کور معاش ورکوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې له ځنډ پرته د افغانانو ترمنځ خبرې پيل کړي.

"د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي او د سولې او ثبات د لا پياوړتیا په موخه چې د افغانانو هیله ده ټينګار کوم چې د افغانانو ترمنځ له ځنډ پرته ملي ډیالوګ پیل شي."

په تېر حکومت کې د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې د افغانانو ترمنځ " یووالی او ملي مشارکت" د افغانانو د عزت او سر لوړي بللي، هغه ټينګار کړی چې د " یو بل په منلو " له "سختو ورځو راوتلی شو او افغانستان په کور دننه او بهر مناسب ځای خپل کړي".

ښاغلي عبدالله پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلو یادونه کړې او تمه یې ښودلې چې نوي کال کې نجونو ته د زدکړې او ښځو ته د کار حق ورکړل شي.

داسې حال کې د افغانستان سړو سیمو کې د ښوونيز کال پیل یوازې دوه ورځې پاتې دي، داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

طالبان تل ادعا کوي چې د نجونو پر زدکړو بندیز لنډمهالی دی او پر "ترتیب" جوړولو بوخت دي. خو نژدې ۵۵۰ ورځې کېږي چې د ښوونځیو پرانیستو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستل شوي.