طالبانو د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ؛ له شپږم پورته نجونو ته بیا هم اجازه نه ورکول کېږي

د طالبانو حکومت چارواکو په پلازمېنه کې رسماً د نوي تعلیمي کال پیل اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، BAKHTER NEWS

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت چارواکو په پلازمېنه کې رسماً د نوي تعلیمي کال پیل اعلان وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت په داسې حال کې د نوي تعلیمي کال پیل اعلان کړ، چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونو زدکوونکو ته بیا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د باختر دولتي اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې کابل په اماني لیسه کې د ښوونځیو پیل په مناسبت ځانګړي مراسم شوي، چې د طالبانو حکومت ځینو چارواکو په کې ګډون کړی و.

د باختر په رپوټ کې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې مرستيال مولوي سيداحمد شهيد خېل له قوله ویل شوي چې ''د ښوونيز نصاب د کيفيت لوړولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.''

د طالبانو پوهنې وزارت له دې مخکې په یوه اعلامیه کې له اړوند چارواکو غوښتي چې ''باید د ښځینه ښوونځيو لپاره چې فعلاً له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې پرانیستل کېږي، مصئون تعلیمي چاپېریال، اړینې اسانتیاوې چې ټول شرعي اصول پکې رعایت شوي وي، ټول ښوونکي، اداري، تدریسي او خدماتي کارکوونکي یې ښځینه وي، تنظیم شي."

بل پلو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونسیف ویلي له دې امله په ژوره توګه خواشیني شوي چې په افغانستان کې چارواکو یو ځل بیا اجازه ونکړه چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د یونسیف په وینا د نجونو د ثانوي ښوونځیو د تړولو پرېکړې چې په وینا یې هېڅ جواز نه لري د څه باندې یو میلیون نجونو هیلې له مینځه وړي او په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د تخریب یو بل بدمرغه پړاو په ګوته کوي.

د طالبانو حکومت دې پرېکړې په کورنۍ او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه وپارول.

د عکس سرچینه، BNA

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت دې پرېکړې په کورنۍ او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه وپارول.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي چې ثانوي ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودولو د هغوی پر رواني حالت، روغتیا او راتلونکې ناوړه اغیزه کړې ده.

یونسیف وايي له هر هغې افغانې نجلۍ سره ولاړ دي چې له طالب واکمنو غواړي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه طالبانو لومړی ګام د خپلې بیا واکمنۍ پر ۳۳مه ورځ د سپمتبر پر اوولسمه واخیست.

دا کار په افغانستان کې د "پوهنې وزارت" عملي کړ چې د دیني زدکړو تر څنګ په دغه هېواد کې د عصري علومو بنسټونه ږدي او اوس یې واګي له نویو واکمنو طالبانو سره دي.‌