اشرف غني: یوازې منتخب حکومت ته واک سپارم

غني او رولا

د عکس سرچینه، CNN

د عکس تشریح، له امریکايي تلویزیون سي اېن اېن سره دې مرکه د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم برخه لرله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې افغان ټولنه به طالبان له پخوانیو تګلارو سره ونه مني. ښاغلي غني له "سي‌اېن‌اېن" ټلویزیون سره تازه مرکه کې پر خپلې دې خبرې بیا ټنیګار وکړ، چې واک به یوازې یو منتخب حکومت ته سپاري.

هغه په دې مرکه کې، چې لومړۍ مېرمن رولا غني یې هم څنګ ته ناسته وه ، دا هم وویل چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پربنسټ پرېکړه کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې تازه مرکه کې دوحه کې د سولې خبرو د بیا پیل هر کلی کړی او ویلي یې دي، په کار ده چې د دې خبرو پایله د ملي حاکمیت لرونکی او یو موټي افغانستان وي چې له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې وي.

افغان ولسمشر وویل د سولې بهیر باید د افغان حکومت او افغانانو په مالکیت وي او د څلوېښت کلنې جګړې د پای لپاره د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو ضمانت مهم دی.

'هدیره کې سوله'

خو ښاغلي غني خبر داری ورکړی چې که طالبان وغواړي خپل واک پر نورو وتپي نو د سولې د دې روان بهیر پایله به منفي وي:

"یو څه باید جوت وي او هغه دا چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او موږ داسې یوه ټولنه نه یو چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومنو، هغه په هدیره کې سوله وه. موږ مثبته سوله غواړو چې موږ ټول وکولی شو په ګډه خپل اختلافات حل کړو، یوبل غېږ کې ونیسو او په ګډه افغانستان بیا ورغوو".

ښاغلي غني وویل اړتیا ده چې د وخت او شرطونو پام کې نیولو سره یوه کړنلاره چمتو شي:

"تر ټولو اړینه مسله داده چې څنګه کولی شو د شرطونو پربنسټ یوه جوړه شوې کړنلاره، د وخت پر بنسټ له جوړې شوې کړنلارې سره یو ځای کړو. زما اساسي هدف دا دی چې د خلکو د خوښې سره سم واک منتخب ځای ناستي ته وسپارلی شم".

د ټاکنو له لارې د واک لېږد

طالبان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ښاغلي غني دا څرګندونې داسې مهال راځي، چې طالبانو ویلي په بین الافغاني خبرو کې به د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کېږي .

ښاغلي غني او د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح وړمه ورځ په جلال اباد کې هم د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټېنګار کړی و، خو طالبانو د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې د واک د لېږد په اړه باید پرېکړه په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې وشي.

افغان ولسمشر د امریکا د راتلونکي ولسمشر جو بایډن د پخوانیو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو، دنده یې د امریکا د ګټو خوندي کول دي او نه غواړي چې د امریکايي سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، وویل، د هغه له دې نظر سره موافق دی، خو افغانستان خیرات نه غواړي ځکه د امریکا د امنیت په لومړۍ کرښه کې دی.

ښاغلي غني ټېنګار وکړ چې افغانستان کې د امریکايی ځواکونو د پراخ حضور پلوی نه دی، د امریکا نوی ولسمشر باید خپله پرېکړه وکړي او د هغه په رڼا کې د ګډو ګټو د تامین لپاره د دواړو لوریو د هوکړې له مخې یوه یوه لار غوره کړل شي.

له امریکايي تلویزیون سي اېن اېن سره دې مرکه د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم برخه لرله.

هغې وویل طالبان زموږ وروڼه او خویندې دي، حق لري خپل هېواد ته راستانه شي خو مالومه نه ده چې ایا هغوی غواړي خپل فکر پر نورو تحمیل کړي او که نه.

لومړۍ مېرمن وايي که طالبان سیاسي هدفونه لري نو له سیاسي لارې دې یې تر لاسه کړي.

د ویډیو تشریح، طاهره: "که طالبان واک ته راشي، کار ته به مې پرېنږدي"